لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې سږ کال د پوليو 17مه پېښه پلازمينه اسلام اباد کې رپورټ شوه


پاکستان کې سږ کال 2024م کې د پوليو 17مه پېښه پلازمينه اسلام اباد کې مخې ته راغله، د پوليو مخنيوي پروګرام وايي، د اسلام اباد يونين کونسل څلورم کې په يو ماشوم کې د پوليو وايرس تصديق شوی او دا 16 کاله وروسته په اسلام اباد کې د پوليو پېښه مخې ته راغله.

پرون په خېبرپښتونخوا کې علماو د پوليو ضد څاڅکو ورکولو ملاتړ اعلان کړی او ويلي يې دي، "د پوليو ضد څاڅکو کې مضرصحت او غېر شرعي څيز نشته، کارول یې د اسلامي اصولو لاندې په بشپړ ډول جايز دي".

پاکستان کې سږ کال له دې وړاندې مخې ته راغلو پېښو کې 12 په بلوچستان، درې په سيند او يوه پېښه پنجاب صوبه کې رپورټ شوې ده.

د پوليو د مخنيوي پروګرام نن د ستمبر په شپږمه مطبوعاتو سره شريک کړي خبر کې د پوليو د 17مې پېښې تاييد وکړو.

ويل شوي،16 کاله وروسته په اسلام اباد کې د پوليو پېښه په داسې وخت کې رپورټ شوه چې د جون څخه د اسلام اباد سره جوخت پېنډۍ ضلعه کې هم د پوليسو وايرس مثبتې نمونې ترلاسه کيږي.

د پوليو د مخنيوي دپاره د وزیراعظم فوکل پرسن عایشه رضا فاروق وايي، "د بدقسمتۍ نه يو بل پاکستانی ماشوم د داسې ناروغۍ څخه اغېزمن شو چې علاج یې نشته، خو د دې څخه بچ کېدو اسانه طريقه ويکسين دي".

هغې وويل، د نهم ستمبر نه به د پوليو ټيمونه د ملک په 115 ضلعو کې کور په کور ګرځي د درېو کروړو نه زياتو ماشومانو ته به د پوليو ضد څاڅکي ورکوي، په میاندو پلارانو یې غږ کړی چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول يقيني کړي.

د پوليو د قامي بېړني عملياتو مرکز رابطه کار انوار الحق وويل، د نهم ستمبر نه پيل کېدونکي کمپاين کې هغه ضلعې شامل کړل شوي چرته چې د وايرسو تصديق شوی او د خورېدو خطره یې سېوا ده.

پرون په خېبرپښتونخوا کې د صوبايي وزير صحت، اوقافو او مذهبي امورو وزیر او علماو کانفرنس شوی، او ويل شوي، د صوبې ټولو مکاتب فکر علماو د پوليو ويکسينو او نورو حفاظتي ټيکو ملاتړ کړی دی.

د صحت وزير قاسم علي شاه په مذهبي علماو غږ کړی چې د پوليو په اړه پوهاوي خورولو کې مرکزي کردار ادا کړي.

په صوبه کې د صحت ځانګړي سيکرټري او پوليو مخنيوي بېړني مرکز رابطه کار عبدالباسط ويلي، "د پوليو د خاتمې دپاره د کوټلې تګلار باوجود د دغه ناروغۍ د ختمولو په وړاندې خنډان موجود دي"، نوموړي هم په علماو غږ کړی چې د خلکو په پوهه کولو کې د دوی مرسته وکړي، چې خلک ماشومانو د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کې نه ويريږي.

د اعلامیې ترمخه په غونډه کې د پوليو ويکسينو په اړه جاري شوي قامي او نړيوالې فتوې تاييد هم تاييد کړل شوې، او وويل شو، مياندې پلاران دې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول يقيني کړي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG