لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ د نېب بدلونونه په ځای کړل، عمران خان ثابته نه کړی شوه چې بدلونونه غېر اييني دي


د پاکستان سپريم کورټ د نېب [احتساب قامي ادارې] بدلونونو قضيه کې فيصله واوروله، د نېب بدلونونه یې په ځای کړل او وې ويل چې عمران خان ثابته نه کړی شوه چې د نېب بدلونونه غېر اييني دي.

د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د پينځو ججانو ډلې محفوظ کړې فيصله نن په شپږم ستمبر واوروله، ياده فيصله د جون په میاشت کې محفوظ کړل شوې وه.

د نېب په قانون کې27 بدلونونه د شهباز شريف په مشرۍ کې د پي ډي اېم تير حکومت کړي وو، او پخواني وزيراعظم عمران خان په کال 2022 کې په سپريم ‏کورټ کې چېلنج کړي وو.

دغه بدلونونه د سپريم کورټ د پخواني چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې بېنچ کالعدم ګرځولي وو او حکومت بیا د دې ‏خلاف سپريم کورټ کې اپيل کړی وو.‏

د رپورټونو ترمخه د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ د پينځه ججانو ډلې نن متفقه فيصله واوروله، د نېب بدلونونه یې په ځای کړل، خو ويل شوي، جسټس اطهر من الله او جسټس حسن اظهر رضوي په فيصله کې اضافي ليکل کړي دي.

فيصله کې ویل شوي، د پارلیمان قانون سازي بې له کومې وجې کالعدم ګرځول نه دي پکار، خو د دې دا مطلب هم نه دی چې قانون سازي د ايين خلاف وي نو هغه دې هم کالعدم نه شي.

د نېب قانون کې بدلونونه

د نېب په قانون کې بدلونونو کې ويل شوي وو، د احتساب قامي اداره به د 50 کروړه روپو نه د کم ماليت د ګډوډو پلټنې نه شي کولی، او د دې ترڅنګ نېب به د دوکې يا ټګۍ د داسې قضيو پلټنې هم نه شي کولی چې پکې د تورنو کسانو شمېره 100 يا د هغې نه زياته وي.

په دغه بدلونونو کې نېب اداره د مرکز او صوبې د ماليې يا ټېکسونو د معاملاتو د پلټنو څخه هم منع کړل شوې وه، او انتظامي ادارې اوګرا، نېپرا، پېمرا د نېب د دايره اختیار څخه بهر کړل شوې وې.

پخوانۍ او اوسنۍ فيصله

د سپريم کورټ پخواني چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ درې کسيزه بنچ د عمران خان په خواست دغه بدلونونه د 2023م کال په ستمبر کې لاقانونه ګرځولي وو.

خو وروسته بيا حکومت د سپريم کورټ د دغه پرېکړې پرضد سپريم کورټ کې په عدالت دننه، انټرا کورټ خواست کړی وو.

سپريم کورټ نن په فيصله کې وويل، د درې کسيزه ججانو د بنچ فيصلې ثابته نه کړه چې د نېب بدلونونه د ايين سره په ټکر کې دي.

ويل شوي، جسټس اطهر من الله په فيصله کې په اضافي نوټ کې ويلي، د مرکزي حکومت خواست د اورېدو وړ نه دی، مرکزي حکومت حق نه لري چې په عدالت دننه خواست وکړي، د خواست حق متاثره فريق لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG