لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور هايکورټ حکم کړی، د پوځ جرنېل دې د نادرا د مشرۍ څخه لرې شي


General Munir Afsar NADRA
General Munir Afsar NADRA

د پاکستان پنجاب صوبې لاهور هايکورټ حکم کړی، د پوځ حاضر سروس لوړ پوړی افسر لفټننټ جنرل منير افسر دې د نادرا د چيرمېن د څوکۍ څخه لرې شي.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه، لفټننټ جنرل منير افسر د پوځ حاضر سروس لومړی لوړ پوړی افسر وو، چې د نادرا، نېشنل ډېټابېس يا شناختي کارډونو جوړولو د مرکزي ادارې مشر جوړ کړل شوی وو.

منیر افسر په تېر نګران حکومت کې د نادرا چيرمېن ټاکل شوی او بيا یې د اوسني حکومت کابينې د روان کال مارچ په وروستیو کې د درېو کالو دپاره منظوري ورکړې وه.

اشبا کامران نومې مېرمن د منير افسر تقرري په لاهور هايکورټ کې چېلنج کړې وه.

کامران لاهور هايکورټ ته په خواست کې ويلي وو، چې نګران حکومت د نادرا قانون بدل کړی او حاضر سروس پوځي افسر یې د نادرا چيرمېن لګولی دی.

په خواست کې زياته کړل شوې وه، نګران حکومت د مستقلې پاليسۍ په معاملاتو کې لاسوهنه نه شي کولی، ځکه عدالت دې د نادرا د بدلون اصول غېر قانونه وګرځوي او د حاضر سروس پوځي افسر د چيرمېن نادرا تقرري دې کالعدم کړي.

عدالت نن په پينځم ستمبر په خواست اورېدنه وکړه، او د پوځي افسر ټاکنه یې کالعدم وګرځوله.

د ډان وېب پاڼې د خبر ترمخه، منير اکرم د کال 2023م په اکتوبر کې هغه وخت د نادرا چيرمېن ټاکل شوی چې هغه په پوځي مرکز جنرل هېډ کوارټر، جي اېچ کيو کې د آی جي کميونيکېشن او آی ټي په څوکۍ دنده ترسره کوله.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG