لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تحریک انصاف نن اسلام اباد کې جلسه کوي خو د ملک صدر پلازمینه کې د جلسو په اړه نوی قانون لاسلیک کړی


پاکستان تحریک انصاف ګوند نن(اتوار) په اسلام اباد کې په داسې حال کې د جلسې تابیا کړې ده چې د هیواد صدر اصف علي زرداري تر دې یوه ورځ وړاندې پلازمینه کې د جلسو اؤ اجتماعاتو په اړوند پارلیمان نه منظور شوې قانوني مسوده لاسلیک کړې اؤ هغې د قانون بڼه خپله کړې ده.

تر دې وړاندې تحریک انصاف ګوند پینځه وارې په اسلام اباد کې خپله جلسه منسوخ کړې ده خو د ګوند مشرانو ویلي چې دا ځل به په هر حال کې جلسه کوي اؤ دعوه یې کړې ده چې دا به یوه تاریخي جلسه وي.

جلسه کې د ګډون لپاره د ملک د بیلابیلو برخو نه د پي ټي آي د ورکرانو قافلې اسلام اباد ته روانې شوې دي اؤ اسلام اباد ته ددغو قافلو د ورتګ د مخنیوي په غرض د اسلام اباد زیاتره مهمې لارې اؤ سړکونه په کنټینرونو تړل شوي دي.

تحریک انصاف ګوند نن په اتم ستمبر د کېدونکې جلسې ځای هم بدل کړی اؤ ټاکل شوې ده اوس به دا جلسه د سنګجاني په انټر سیکشن کې کیږي، تر دې وړاندې یاد ګوند ټینګار کولو چې جلسه به یې د اسلام اباد په ترنول چوک کې وي.

تحریک انصاف ګوند ویلي چې د جلسې لپاره یې ټولې تیارۍ سرته رسولي دي اؤ حتی د ګوند زیاتره فعالانو د خالي یا شنبې د ورځې نه ځانونه اسلام اباد ته رسولي دي.

پي ټي آي خپله دا جلسه په داسې حال کې کوي چې یوه ورځ وړاندې د هیواد صدر اصف علي زراداري اسلام اباد کې د اجتماعاتو په اړه د پارلیمان نه منظور شوې قانوني مسوده لاسلیک کړې ده.

دغه قانوني مسوده چې د صدر له لاسلیک وروسته یې د قانون بڼه اخستې ، له مخې یې پرته له اجازې اسلام اباد کې په جلسې په کولو د دریوؤ کالو د بند اؤ جرمانې سزا ټاکل شوې ده اؤ که یو څوک له عدالت درې کاله سزاوار شي اؤ بیا په دویم ځل هم دغه جرم وکړي نو په دویم ځلي به یې سزا 10 کاله وي.

دې نوي قانون ته د پرامن اجتماع او امن عامه ایکټ 2024 نوم ورکړل شوی دی.

د نوي قانون له مخې حکومت د اسلام اباد کومه مخصوصه سیمه ریډ زون یا د سخت امنتیت ساحه ګرځولی شي چې هلته به په جلسو کولو بندیز وي .

قامي اسمبلۍ د جمعې په ورځ ددې قانوني مسودې منظوري ورکړې وه.

د تحریک انصاف ګوند چیرمین بیرسټر ګوهر خان د خالي په ورځ د جلسې د تیاریو له جاج اخستو وروسته میډیا سره خبرو کې ویلي وؤ چې هغوي ته د اسلام اباد انتظامیې د جلسې اجازت نامه ورکړې ده.

د تحریک انصاف باني مشر عمران خان د خالي په ورځ اډیاله زندان کې خبریالانو ته ویلي وؤ چې د 22 اګست د جلسې منسوخ کولو لپاره هغه ته منتونه شوي وؤ.

هغه ویلي په اتم ستمبر د جلسې کولو باور ورکړل شوي خو زیاته کړې یې وه چې اوس هم ورته په جلسه کې خنډان راپورته کولی شي.

تر دې وړاندې پي ټي آي په 22م اګست اسلام اباد کې جلسه اعلان کړې وه خو له دغې جلسې یوه ورځ وړاندې بیا د ګوند یو مشر اعظم سواتي اعلان کړی ؤ چې د عمران خان په وینا جلسه ځنډول شوې ده.

اسلام اباد کې د پي ټي آي د ننۍ جلسې په موقعه د جي ټي روډ په شمول زیاتره مهمې لارې په کنټینرونو تړل شوي دي.

د اسلام اباد ډپټي کمشنر ویلي تحریک انصاف ته چې د جلسې کوم اجازت ورکړل شوی هغه مشروط دی اؤ که خلاف ورزي وکړل شوه نو د جلسو اؤ جلوسونو په اړوند جوړ شوی نوی قانون به عملي کیږي.

د اسلام اباد ډپټي کمشر عرفان میمن د خالي په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې انتظامیې پي ټي آي ته د جلسې لپاره کوم شرطونه ایښي د هغې څخه په سرغړونه د جلسې لپاره ورکړل شوې اجازت نامه منسوخ کیدای هم شي.

دپټي کمشنر ویلي د جلسې لپاره انتظامیې پي ټي آي ته یو ټایم ورکړی دی اؤ که ددغه ټایم یا وخت پابندي ونه کړل شوه نو د جلسو اؤ اجتماعاتو په اړه قانون به نافذولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG