لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد محکمې پنجاب نه د 33 ترهګرو د نیولو دعوه کړې ده


په پنجاب کې د ترهګرۍ ضد محکمې( سي ټي ډي) دعوه کړې ده چې تېره میاشت یې په بیلابیلو عملیاتو کې د صوبې د مختلفو سیمو نه 33 ترهګر نیولي دي.

سي ټي ډي وایي په صوبه کې یې د استخباراتي معلوماتو په اساس 475 عملیات کړي اؤ په دې کې یې د مهمو ترهګرو د نیولو تر څنګ له هغوي وسلې اؤ مهمات هم ترلاسه کړي دي.

د پاکستان کې د څېړنې د ادارې پاکستان انسټي ټيوټ فار پيس اسټډیز د رپورټ له مخې په تېره یوه میاشت کې د پاکستان دننه په ترهګریزو بریدونو کې اضافه شوې ده اؤ د جولاي د میاشتې د 38 بریدونو په مقابله کې يه اګست کې په ګرد هیواد کې 59 ترهګریز بریدونه شوي دي.

د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې په بیان کې ویل شوي د صوبې بیلابیلو برخو کې د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوؤ علمیاتو کې 33 ترهګر نیول شوي.

ددغو نیول شوؤ ترهګرو تعلق د وسله والو ډلو ټي ټي پي،داعش،القاعده،سپاه صحابه پاکستان،لشکر جهنګوي ، جماعت الاحرار اؤ زینبیون بریګیډ سره ښودل شوی،

د ترهګرۍ ضد محکمې ویلي ددې استخباراتي عملیاتو په مهال له 475 شکمنو کسانو پلټنې شوي اؤ له هغوي چاودېدونکي مواد، وسلې اؤ نور مهمات ترلاسه شوي.

سي ټي ډي ویلي دا عملیات یې د پنجاب بیلابیلو ضلعو کې د ترهګرۍ په موثره توګه د مقابلې کولو اؤ د کومې ناوړه پېښې نه د ژغورل کېدو په خاطر کړي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې د بیان له مخې 33 شکمن ترهګر یې له لاهور، شیخو پوره، حافظ اباد، رحیم یار خان، اټک، ننکانه صاحب، بهاولنګر،ګوجرانواله، میانوالي، جھنګ، خوشاب، سرګودھا، فیصل اباد، راولپنډۍ، نارووال، ساهیوال او بھکر څخه نیولي دي،

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG