لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد نه 16 کاله وروسته په وړومبي ځل د پولیو پېښه مخې ته راغلې ده 


د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد نه 16 کاله وروسته په وړومبي ځل د پولیو پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره د روان کال په اوږدو کې په پاکستان کې مخې ته راغلې د پولیو د پېښو شمېره 17 ته رسېدلې ده.

د پاکستان د روغتیا قامي ادارې د پولیو د مخنیوي د لیبارټرۍ له مخې د اسلام اباد په یونین کونسل 4 کې یو ماشوم ته د پولیو د وایرس ورپورې کېدو پخلی شوی دی.

پولیو د مخنیوي لپاره د پاکستان د وزیراعظم استازې عایشه رضا فاروق ویلي له بده مرغه یو بل پاکستانی ماشوم په داسې ناروغۍ اخته شوی چې هیڅ علاج یې نشته، خو د پولیو نه د خوندیتوب اسانه لاره د پولیو ویکسین دي .

پخپل یو بیان کې هغې ویلي ملک کې د پولیو ناروغۍ خوریدو ته په کتلو سره د پولیو پروګرام ټولو صوبو اؤ ضلعو سره په ګډه یوه هر اړخیزه تګلاره جوړه کړې ده چې د هغې مقصد د پولیو د مخنیوي د پروګرام معیار ښه کول، د دې وایرس د خورېدو مخه نیول اؤ د ټولو ماشومانو ویکسین پورې لاس رسی باوري کول دي.

هغې ویلي د 9 ستمبر نه به د پولیو ډلې 115 ضلعو کې هر کور ته ځان رسوي اؤ تر دریوؤ کروړو زیاتو ماشومانو ته به د پولیو نه د خوندیتوب څاڅکي ورکوي.

د نېشنل ایمرجنسي اپریشنز سینټر رابطه کار انوار الحق ویلي چې د 9م ستمبر نه پيل کېدونکي د پولیو د مخنیوي کمپاین کې په ځانګړې توګه هغه ضلعې شامل کړل شوي چې پکې د پولیو وایرس د شتون پخلی شوی دی اؤ چرته چې د دغه وایرس د لا خوریدو خطره زیاته ده.

په اسلام اباد کې د پولیو ددې تازه پېښې مخې ته د راتلو سره پاکستان کې د روان کال په مهال د پولیو د پېښو شمیره 17ؤ ته رسېدلې ده.

تر دې وړاندې د پولیو 12 پېښې له بلوچستان ،درې د سیند اؤ یوه د پنجاب نه رپورټ شوې ده،

په نړۍ کې دا مهال پاکستان اؤ افغانستان هغه دوه یوازیني هیوادونه پاتې شوي چې تر اوسه پکې د پولیو ناروغي موجود ده

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG