لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې سختې نښتې روانې دي، دواړو خواؤ ته پکې زیانونه اوښتي


د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ د شنبې په ورځ سختې نښتې شوې دي ، چې د راپورونو له مخې دواړو غاړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د امنیتي چارواکو او دواړو غاړو د اوسېدونکو له قوله ویل شوي دي،د جګړې سیمه د افغانستان په سویل ختیځ کې د خوست ولایت او د پاکستان پولې ته څېرمه د کورمې ضلعې تر منځ پرته سیمه ده.

د راپورونو له مخې جګړه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې وسله والو طالبانو هڅه کوله افغان لوري ته یوه امنیتي پوسته جوړه کړي خو وایي چې پاکستاني پوځیانو په هغوي ډزې پیل کړې اؤ د پوستې جوړولو مخه یې ونیوله.

پاکستاني چارواکي وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د نږدې ۲۶۰۰ کلومیټره اوږدې پولې په اړه د دوه اړخیزو هوکړو له مخې هیڅ یو لوری نه شي کولی په یو اړخیزه توګه نوې پوستې جوړې کړي.

ګڼو سرچینو خبر ورکړی، چې په روانو سختو نښتو کې د یوه افسر په ګډون لږ تر لږه پنځه پاکستاني پوځیان او څلور افغان پوله ساتونکي ټپیان شوي دي.

د پاکستان او افغانستان چارواکو په سمدستي توګه د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په څو ورځو کې دوهم ځل دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د افغان پولې په اوږدو کې د لانجمنو پوستو جوړولو پر سر نښتې کېږي.

د پاکستان اؤ افغانستان تر منځ دا تازه پوځي تاوتریخوالی په داسې حال کې رامنځ ته شوی چې پاکستان پرله پسې تورونه لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال په افغان خاوره کې پټنځایونه لري او د پولې هاخوا د ترهګریزو بریدونو د پلانونو په جوړولو کې د دغه هیواد د طالب مشرانو له خوا ورسره مرسته کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز بلوچ، د پنجشنبې په ورځ ټینګار کړی ؤ چې "مونږ په څو مواردو کې د دغو ترهګرو ډلو د فعالیتونو شواهد وړاندې کړي، چې په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري"

هغې په اسلام اباد کې یوې اونیزې خبري غونډې ته وویل، «مونږ د افغانستان له حکومته غواړو چې د دغو ترهګرو ډلو پر ضد اقدام وکړي او دا یقیني کړي چې دغه ترهګرې ډلې د پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه ونه کړي»

په افغانستان واکمن طالب چارواکي په افغانستان کې د ټي ټي پي په ګډون د نورو بهرنیو وسله والو ډلو د شتون تورونه ردوي او وایي، هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې د دوی له خاورې د ګاونډي هیوادونو په ضد استفاده وکړي.

د ملګرو ملتونو وروستیو ارزونو د طالبانو دعوې رد کړي او د پاکستان د دې اندیښنو ملاتړ یې کړی چې د ټي ټي پي وسله والو په کابل کې د افغان حکومت په مرسته د پولې هاخوا تاوتریخوالی زیات کړی.

له هغه وخته چې طالبان درې کاله مخکې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د پاکستان اؤ افغانستان دوه اړخیزې اړیکې په پاکستان کې دننه د ټي ټي پي د زیاتیدونکو بریدونو او کله ناکله د سرحدي نښتو له امله خړې پړې شوې اؤ د روان تاو تریخوالي له امله سوداګریزې اؤ ټرانزیټي اړیکې هم زیانمنې شوې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG