لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان:  د پوليو ټیمونو ساتنې له روانو پوليسو باندې چاودنه کې د 7 اهلکارو په ګډون 13 تنه ژوبل شوي


د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا جنوبي وزيرستان ضلعې جنوبي وزيرستان کې د پوليو ټيمونو ساتنې له روانو پوليسو په ګاډي چاودنه شوې، د اووه پوليس اهلکارو په ګډون پکې 13 تنه ژوبل شوي دي.

خېبرپښتونخوا کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه، د بر جنوبي وزيرستان په ګډون د صوبې په 27 مخصوصو ضلعو کې نن د نهم ستمبر څخه د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پيل شوی دی.

د جنوبي وزیرستان د پوليسو په وينا، د پوليسو په ګاډي چاودنه په واڼه کې شوې ده.

د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 او طبي چارواکو په وينا، په چاودنه کې د اووه پوليس اهلکارو او شپږو ملکي وګړو په ګډون 13 تنه ژوبل شوي دي.

د واڼه روغتون د سرچينو ترمخه په ژوبلو کې ځینې معمولي ژوبل شوي د واڼه روغتون ته منتقل کړل شوي او يو ډېر ژوبل ډېره اسماعيل خان ته منتقل کړل شوی دی.

د واڼه تاڼې چارواکو وي او اې ډیوه ته ويلي، ياد پوليس اهلکار د پوليو ډيوټۍ دپاره راغوښتل شوي، سهار په ګزمه وو، چې اېښودل شوی بم پرې چاودلی دی.

د چارواکو په وينا، چاودنه په داسې ځای کې شوې چرته چې د موټر ګاډو د ټېکسيانو اډه ده ځکه عام خلک هم په چاودنه کې ژوبل شوي دي.

چارواکو ويلي، د پېښې وروسته ټوله علاقه په ګېره کې اخستل شوې، د لټون عمليات پيل کړل شوي دي.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

پرون په اتم ستمبر هم د جنوبي وزیرستان واڼه سره نزدې کړي کوټ سیمه کې د ځايي مشر ملک جمیل په ګاډي چاودنه شوې، چې پکې د هغه 25 کلن زوی شمس الدین وژل شوی او د ملک جمیل په ګډون څلور نور کسان ژوبل شوي وو.

‎په دې وروستیو کې په وزیرستان او افغانستان سره په پوله پرتو نورو قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د پاکستان حکومت د وسله والو د ختمولو لپاره د عزم استحکام په نوم د نوو عملیاتو پیلولو منظوري ورکړې ده، خو د سیمې خلک د دې عملیاتو مخالفت کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG