لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د اوکراین د 144 ډرون الوتکو د ویشتلو دعوه کړې ده


د ماسکو ګورنر اندري ووروبیوف ویلي چې هوایي دفاع نظام یې 20 ‌ډرونونه ویشتلي دي.
د ماسکو ګورنر اندري ووروبیوف ویلي چې هوایي دفاع نظام یې 20 ‌ډرونونه ویشتلي دي.

د روس پوځ د نهې- سه شنبې په ورځ ویلی دي چې د هېواد په لویدیځو سیمو کې د اوکراین 144 ډرون الوتکي ویشتلي دي.

د ماسکو ګورنر اندري ووروبیوف ویلي چې هوایي دفاع نظام یې 20 ‌ډرونونه ویشتلي دي.

ووروبیوف زیاته کړې ده چې دغه ډرونونو د ماسکو په لیوبرتسي او رامینسکوی علاقو کې اپارټمنټ ودانیو او کورونه زیانمن کړي.

وروبیوف په ټیلیګرام ویلي د ډرون په بریدونو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

بلخوا روس د اوکراین کېیف سیمه په وروستي ‌‌ډرون بریدونو کې په نښه کړې ده ، چې پدې میاشت کې پرله پسې بریدونو لاندې راغلی.

د کېیف د پوځي انتظامیې مشر سرهي پاپکو په ټیلیګرام ویلي چې د نهې- سه شنبې په ورځ تر دوو ساعتو دپاره هوایي خبرتیا پیغامونو دوام لرلو، خو د اوکراین ي هوايي دفاع نظام د پایه تخت پر لور د روس ټول ډرون الوتکې ویشتلې دي.

د اوکراین هوايي ځواکونو د سه شنبې په ورځ وویل چې د روس لخوا د شپې په بریدونو کې د 46 ډرون الوتکو له جملې څخه یې 38 ویشتلي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د ګل- دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران ناظم الامور شهریار اموزګار یې احضار کړی او د دې امکان په اړه یې اعتراض کړی چې تهران روس ته د بېلسټېک میزایل ورکوي.

دغه وزارت په ټیلیګرام ویلي چې اموزګار ته سخت خبرداری ورکړی چې روس ته د میزایلو د ورکولو تایید به د دوی دوه اړخیزو تعلقاتو لپاره " ناوړه او نه برابردونکي نتیجې" ولري.

سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ وي او اې ته ویلي وو چې هغه د هغو ناتایید شوو رپوټونو له امله "اندیښنې" لري چې د اوکراین پر ضد د کارونې لپاره د ایران لخوا روس ته میزایل ورکول شوي یا به ډیر زر به په راتلونکي کې ورکول شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG