لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا وزيراعلا پېښور کې د طالبانو کونسل جنرل سره په دوه اړخيزه چارو غږېدلی


د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور افغانستان کې د واکمنو طالبانو د پېښور کونسل جنرل محب الله شاکي سره ليدلي
د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور افغانستان کې د واکمنو طالبانو د پېښور کونسل جنرل محب الله شاکي سره ليدلي

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د پېښور کونسل جنرل محب الله شاکي سره د سيمې په امنيت، دوه اړخيزه تجارت او صوبه کې افغان کډوالو ته د ورپېښو مسلو سره په نورو موضوعاتو غږېدلي دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د وزيراعلا او طالبانو د کونسل جنرل د ليدنې خبر د 12ستمبر په ماسخوتن خپور کړی دی

علي امين ګنډاپور په داسې وخت کې د طالبانو د کونسل جنرل سره ليدلي چې پرون د پاکستان د دفاع مرکزي خواجه اصف ويلي وو، يوه صوبه په خپل د کوم ملک سره نېغ په نېغه مذاکرات نه شي کولی.

د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور په 11م ستمبر د پېښور هايکورټ بار کونسل غړو په وينا کې ويلي وو، "زه نن اعلان کوم، زه په خپله د افغانستان سره خبره کوم، زه د صوبې په حيثيت خبره کوم، زه به پلاوی لېږم د هغو سره به خبره کوم، صوبه به بچ کوم، دا زما فرض دي".

هغه ويلي وو، د اېپکس کمېټيانو په غونډو کې مې د صوبې د پوليسو د وينې بهېدو خبره کړې خو څوک پرې پروا نه لري.

په نهم ستمبر هم نوموړي ويلي وو، "زمونږ د علاقې امن د افغانستان سره تړلي دي او زه د افغانستان سره مذاکرات کوم".

خو خواجه اصف پرون په 12م ستمبر د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې د علي امين ګنډاپور څرګندونو ته په غبرګون کې وويل، د خېبرپښتونخوا صوبې د افغانستان سره د مذاکراتو خبره په "فېډرېش، مرکز باندې نېغه حمله ده".

د وزيراعلا علي امين ګنډاپور او طالبانو کونسل جنرل محب الله شاکي د ليدنې په اړه خپور کړل شوي بیان کې د خېبرپښتونخوا وزیراعلا ویلي، د ترهګرۍ ضد جګړې له امله د دواړو خواو خلک د مشکلاتو سره مخ دي.

هغه ويلي، "د سيمې امن د پاکستان او افغانستان دواړو په ګټه دی، وخت راغلی چې د تلپاتې امن دپاره سنجيده هڅې وشي، ضرورت دی، چې مرکزي حکومت په دغه لړ کې يوه جرګه جوړه کړي او د ګاونډي هيواد سره خبرې اترې وکړي".

ويل شوي، په خبرو کې د دوه اړخيزه تجارت او په پوله د تجارتي هلوځلو په وړاندې د خنډانو لرې کولو ضرورت دی.

علي امين ګنډاپور زياته کړې، حکومت یې په صوبه کې په قانوني توګه مېشت افغان کډوالو د مسلو هوارولو دپاره سنجيده دی.

د بيان ترمخه، د طالبانو کونسل جنرل د لسيزو راهسې د کډوالو په کوربه توب په ځانګړي ډول د خېبرپښتونخوا د ولس مننه کړې او ويلي یې دي، د پرمختيا دپاره امن بنيادي ضرورت دی.

اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې او په افغانستان کې واکمنو طالبانو د دغه ليدنې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا افغانستان سره د مذاکراتو خبره په داسې وخت کې کړې چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې په وروستیو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي.

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاريږي خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.

د نړيوالو چارو کار پوهان وايي، د پاکستان د امنيت مسله د مرکزي حکومت سره ده نه چې د صوبو سره، د علي امين ګنډاپور بيان سياسي بولي او وايي، د افغانستان سره د پاکستان مسله د پاليسۍ په کچه ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG