لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لکي مروت پوليسو د غوښتنو منلو د باور وروسته احتجاج ختم کړی


د لکي مروت پوليس احتجاجي غونډه
د لکي مروت پوليس احتجاجي غونډه

د خېبرپښتونخوا د لکي مروت ضلعې پوليس وايي، تېره شپه ناوخته یې د لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کاميابې شوي او دوی ته د دوی د غوښتنو منلو باور ورکړل شوی، له هغې وروسته یې احتجاج ختم کړی دی، خو ورسره یې ويلي، که د غوښتنو تړون عملي نه شو بيا په اتفاق سره بله فيصله کوي.

په اتم ستمبر په لکي مروت کې د پوليسو يو افسر د وژنې وروسته د ضلعې پوليسو په احتجاج او پرلت لاس پورې کړی وو.

د ياد احتجاج له امله په انډس هایي وی [لويه لار] د ګاډو تګ راتګ ودرېدلي، د لسګونو په شمېره کې ګاډي ولاړ پاتې دي او پرون د ضلعې ټولې داخلي او خارجي لارې تړل شوې او شټر ډاون کاربنديز هم شوی وو.

د لکي مروت ضلعې پوليسو غوښتنه کوله دوی ته دې امن ورکړل شي او د "ضلعې څخه دې پوځ بهر کړل شي".

د احتجاج کوونکو پولیسو د کمېټۍ يو غړي يونس خان [حوالدار] وي او اې ډیوه ته وويل، د دوی او لوړ پوړو چارواکو ترمنځ خبرې وشوې، د دوی بنيادي غوښتنه چې "پوځ دې د ضلعې نه وويستل شي"، هغه ومنل شوه او احتجاج کوونکو پوليسو ته "شپږ ورځې وخت ورکړل شو چې پوځ به وځي".

احتجاج کوونکو پوليسو وي او اې ډيوه سره په شريک کړي بيان کې ويلي، د دوی دغه غوښتنې چې، "پوځ دې د ضلعې نه وويستل شي، پوليس به بااختياره کولی شي، پوليسو ته به بکتربند ګاډي ورکولی شي، او په کار کې به یې بهرنۍ لاسوهنه نه کيږي او په احتجاجي پرلت کې شاملو اهلکارو پرضد به کومه تاديبي کارروايي نه کيږي"، دا ومنل شوې.

خو پوليسو ویلي، که "د غوښتنو په تړون ورسره عمل ونه شو، بيا به په اتفاق سره د راتلونکې فيصله کوي".

لکي مروت کې د پوليسو احتجاج ته په غبرګون کې د صوبې د پوليسو مشر [آی جي] اختر حیات خان ويلي، "ځينې شرخوښي عناصر د پوليسو او فورسز [پوځ] ترمنځ اختلافات جوړوي، د ځوانانو حوصلې ماتوي او معاملاتو پيچلي کولو هڅې کوي، پوليس مشرتابه په دغه ناوړه مقصدونو خبر دی او د ملي مشرانو په مرسته به یې ناکامه کوي".

پوليس مشر ويلي، "ولس، پوليس او عسکري ادارې د ترهګرۍ قابو کولو دپاره د دوه لسيزو راهسې مبارزه کوي، د خېبرپښتونخوا پوليسو د 2,000 نه زياتو افسرانو او ځوانانو د ځانونو قربانۍ ورکړي دي".

هغه زياته کړې، "د ولس، پوليس او پوځ په وجه صوبه کې امن په ځای شوی، وسله والو پوځونو په هر مشکل کې د پوليسو کلکه ملګرتیا کړې ده".

په داسې وخت کې چې د پوليسو احتجاج روان وو، پرون په 12م ستمبر د لکي مروت سره په پوله بنو ضلعه کې د پوليو په ډيوټۍ مامور پوليس اهلکار په وسله وال بريد کې وژل شوی او د دغه پېښې وروسته هم پوليسو احتجاج کړی وو.

په 11م ستمبر د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ په سلارزو تحصيل کې نامعلومه وسله والو د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکي ټيم باندې برید کړی، په بريد کې د پوليو د ټيم کارمند او ساتونکی پوليس یې وژل شوي وو.

خېبرپښتونخوا کې د پوليو مخنيوي د پروګرام ترمخه، د صوبې په 27 مخصوصو ضلعو کې د نهم ستمبر څخه د پوليو ضد څاڅکو کمپاين روان دی.

باجوړ کې د پوليو په ټيم د بريد وروسته د باجوړ پوليسو د پوليو ډيوټۍ څخه انکار کړی او پرون یې احتجاج کړی وو.

د باجوړ پوليسو يو چارواکي بيا وي او اې ډيوه ته ويلي، احتجاج وروسته له هغې ختم کړی شو چې احتجاج کوونکو، د ضلعې پوليس مشر ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې او پينځه ورځې وخت ورته ورکړل شو چې د دوی غوښتنې دې ومنل شي.

چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وويل، "دوی د پوليو کمپاين د ډيوټۍ نه انکار وکړو" او وې یې ويل، "څو پورې چې دوی سره په کمپاين کې دوه د پوځ او دوه د اېف سي عسکر نه وي دوی به د پوليو ډيوټي نه کوي".

په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د باجوړ نه د عوامي نېشنل ګوند منتخب غړي نثار باز خان په اسمبلۍ کې د پوليسو د احتجاج ملاتړ کړی دی.

خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، باجوړ کې په پوليو ټیم د بريد او پوليسو د ډيوټۍ څخه انکار کولو په ضلعه کې د پوليو پينځه ورځنی کمپاين اغېزمن کړی دی.

خو چارواکي وويل، په پوليو ټيم بريد په درېمه ورځ شوی او پرون هم څه کمپاين شوی، د دوی د اندازې ترمخه په ضلعه کې ترسره شوي کمپاين کې بيا هم د 70 فيصده پورې ماشومانو د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG