لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمد اورنګزیب: په خېراتونو ملک په مخکې نه شي تللی، د ټېکسونو کچه به ۱۳ فیصدي ته لوړول وي


د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب ویلي ملک په خیراتونو نه چلیږي اؤ له ټیکسونو پرته په مخکې تګ نه شي کیدای.

د خالي په ورځ اسلام اباد کې یوې دستورې ته په وینا کې د خزانې وزیر هیله ښودلې ده چې په ۲۵م ستمبر به د آي ایم ایف د اجراییه بورډ په غونډه کې پاکستان لپاره د قرض د نوي پروګرام منظوري ورکړل شي.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ نړيوالې مالياتي ادارې، آي ايم ايف هم ویلي وؤ چې د پاکستان لخوا د دوستو هيوادونو نه د بهرنيو مرستو د يقين ترلاسه کولو وروسته د ادارې د ايګزيکټيو بورډ غونډه د روانې مياشتې، ستمبر په ۲۵مه نيټه کېدونکې ده اؤ هيله ده چې پاکستان ته د پور د نوي پروګرام منظوري ورکړي.

د خزانې وزیر وویل مونږ ته د خپل مجموعي قامي پېداوار په تناسب سره د ټيکسونو کچه ۱۳ فیصدي ته لوړول دي ځکه چې د ۹ فیصدي کچې سره معاملې پر وړاندې نه شي تللی.

محمد اورنګزیب وویل د ملک معیشت درست لوري ته روان شوی، په خسارو کې کمی راغلی،د بهرنیو اسعارو ذخیرې لوړې شوي اؤ د ګرانۍ کچه هم ۹.۶ فیصدي ته راټيټه شوې ده.

هغه ویلي په تېرو وختونو کې چې به آي ایم ایف سره د پور پروګرام ټاکل کېدو اؤ په بینچ مارک به اتفاق کېدو نو په هغې به عمل نه کیدو خو دا ځل چې دستاویزات مخې ته راشي نو باید ټول یې ولولي

د خزانې وزیر وویل حکومت درامداتو کې د کمي لپاره اقدامات کوي اؤ د برامداتو مقامي متبادل ته یې پام ګرځولی دی ځکه نو دې لپاره رعایتونه ختمولی شي .د هغه په وینا، په برامداتو اډاڼه غیر ملکي سرمایه کاري زمونږ اولیت دی.

د خزانې وزیر وویل پاکستان د نړیوالو کیپټل مارکیټونو نه استفاده کول غواړي اؤ مونږ د چین په کیپتل مارکیټ کې پانډا بانډ جاري کول غواړو.

د نوموړي وینا وه چې د راتلونکي مالي کال په مهال به پاکستان د نړیوال کیپټل مارکیټ نه زیاتې ګټې ترلاسه کړي.

څيړونکي وایي پاکستان چې دا وخت کومو اقتصادي ستونزو کي نښتی دی د هغې نه وتلو د پاره د آي ايم ايف نه د پور پروګرام اخستل او بهرنۍ مرستې ترلاسه کول ضروري وؤ.

خبريال او څيړونکی ثنا الله خان وي او ای ډیوه ته ویلي"د پاکستان د بهرنيو قرضو حجم ډير زيات دی او صرف روان مالي کال کې به ورته د شل اربه ډالرو نه زياتې قرضې ستنول وي ، بل د آي ايم ايف پور سره د پاکستان په اقتصاد به د نړيوالو پانګونکو، دوه اړخيزو او څو اړخيزو قرض ورکوونکو هيوادونو او ادارو باور هم سيوا شي"

ثنا الله وایي، د آي ايم ايف پروګرام سره چې کوم اقتصادي اصلاحات کيږي هغه ډير سخت دي لکه نوي ټيکسونه لګول، د بجلۍ اؤ ګيس بيعې لوړول وغيره، نو دى سره به ګراني نوره سيوا کيږي خو زياته یې کړه که راتلونکو دريوؤ کلونو پورې دا پروګرام روان ؤ نو د پاکستان اقتصاد کې به استحکام راشي.

خو ځينې څيړونکي او اقتصاد پوهان ګڼي چې د آي ايم ايف نه پور ترلاسه کولو سره به د پاکستان اقتصاد څه لږ ډير د خطرو نه راوځي خو تر کومې پورې چې دلته پراخه اقتصادي اصلاحات نه وي شوي تر هغې اقتصادى استحکام نه شي راتلی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG