لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوښار: د قران د سپکاوي په تور يوه ښځه نیول شوې


د خېبرپښتونخوا په نوښار ضلعه کې د قران د سپکاوي کولو په تور يوه ښځه نيول شوې، مقدمه پرې درج کړل شوې او جېل کې بندي کړل شوې ده، له دغې پېښې دوه ورځې وړاندې د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې د توهين رسالت په تور بندي تن، په تاڼه کې دننه د يو پوليس اهلکار په لاس وژل شوی وو.

د نوښار د کلان په نوم پوليس تاڼې مشر [اېس اېچ او] شاهد خان وي او اې ډيوه ته وويل، په 14م ستمبر د ښځې لخوا د قران سپکاوي کولو پېښه شوې ده.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، د 55 يا 60 کالو ښځه ده، په هغې تور دی چې ښېرې یې کولې، قران پاک یې وهلو، خلکو يو ځل منعه کړې خو هغې بيا دغه حرکت کړی او د هغې وروسته پرې خلکو د قران د سپکاوي تور لګولی دی.

د نوموړي په خبره، د يادې مېرمن څوک شته نه، د ګاونډيانو سره یې مخکې جګړه هم شوې، د هغې د کور په تاله کې چا اېلفي اچولې، دې بيا قران راخستی په زوره یې ډبولو، نزدې په جومات کې دغه اوازونه اورېدل شوي دي.

پوليس افسر وويل، د خلکو په شکايت دغه مېرمن نيول شوې د مذهب د سپکاوي د مادې 295 بي لاندې پرې مقدمه درج کړل شوې او جېل ته لېږل شوې ده.

په 12م ستمبر د توهين رسالت يا مذهب د سپکاوي په مقدمه کې يو تورن تن چې د کوټې په کېنټ تاڼه کې بندي وو، د تاڼې يو پوليس عسکر پرې په حوالات کې دننه ډزې کړي او دغه تورن تن یې وژلی وو.

پاکستان کې اسلامي نظرياتي کونسل وايي د داسې ډول پېښو کې، چې څوک وسله راواخلي او په خپل سر اقدام وکړي، د دې جواز نه شي وړاندې کول کېدی.

پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د پېښو او په دغو پېښو کې د تورنو کسانو د خلکو په د وژنو خبرونه مخې ته راځي.

پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر مولانا راغب حسېن نعيمي وايي، د داسې پېښو کېدو څو علتونه وي.

خو نوموړي کوټه کې د شوې پېښې وروسته وي او اې ډيوه ته ويلي وو، "د دې هر باوجود بيا هم د کوټې په څېر پېښو جواز نه شي وړاندې کول کېدی، چې څوک وسله راواخلي، که هر ډول پېښه وي چې په خپل سر پکې داسې اقدام وکړي".

سږکال د جون په 20مه د پنجاب له سيالکوټ سیمې د پښتونخو سوات سیمې ته د سېل لپاره ورغلی تن سلیمان په مدين سیمه کې قهرجنو خلکو د قران پاک د سوځولو په تور ژوندی سوځولی او وژلی یې وو.

د سوات له پېښې وړاندې د مې په ‏‎25‎مه نېټه د پنجاب په سرګودها سيمه کې پارېدلي مظاهره چيان د عيسايانو په مجاهد کالونۍ ورغلي وو او د قران د سپکاوي په تور یې په نزير مسيح ‏نومې ‏‏عيسايي وګړي د چاکوانو او لرګيو ګوزارونه او تشدد کړی وو، او دغه تن بيا نهه ورځې وروسته ژوند د لاسه ورکړی وو.

هم د روان کال جون د مياشتې په وروستيو کې د امریکې د بهرنيو چارو وزارت په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه خپل کلني رپورټ کې پاکستان کې د مذهبي ‏ازادۍ په وضعیت اندېښنه ښودلې وه.‏

د امریکې خارجه محکمې په رپورټ کې ویل شوي وو چې پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو د مذهب د سپکاوي په تورونو کې ‏‎140‎‏ کسان نیول شوي او ‏‎11‎‏ ته د مرګ ‏سزا اورول شوې ده.‏

د ياد رپورټ ترمخه پاکستان کې وسله والو فرقه ییزه ډلو د مذهبي اجتماعاتو او عبادتخانو په ضد له تشدد ډکې کارروایۍ دوامداره ساتلي دي.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG