لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې د یو بل نه جدا هدفونه لري


په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړي استازي منير اکرم يو ځل بيا ويلي، ترهګري په افغانستان کې دننه او له دې هېواده بهر سيمې او نړۍ ته يوازينۍ تر ټولو سنګینه خطره ده. نوموړي تور پورې کړی چې تحریک طالبان پاکستان اوس د خپل واکۍ غوښتونکو بلوچ تنظيمونو لکه مجيد بريګېډ سره هم همغږي لري.

‎څيړونکي وايي، تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې د یو بل نه جدا هدفونه لري. خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي تور پورې کړی چې اوس پاکستاني طالبان د بلوڅ بېلتون غوښتونکو سره همغږي لري. پاکستان دواړه ډلې ترهګرې بولي.

خو څيړونکي وايي د بلوچستان بېلتون غوښتونکې ډلې ځان له د ریاست لپاره جګړه کوي.

پېښور پوهنتون کې د جرنلزم استاز او څيړونکی ډاکټر عرفان اشرف وايي، "د افغانستان په کشاله کې د پاکستان د رياست تګلارې ذمه وارې دي، هغه واپس کول پکار دي، خو په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د وسايلو تقسیم لويه مسله ده او د بلوچستان مسله نوره هم سېوا ده ځکه چې د مقامي خلکو نمايندګي په پارليمان کې نشته بلکې غېر جمهوري طاقتونه هلته کې حکومتونه راولي او بدلوي یې".

‎ښاغلي اکرم په ملګرو ملتونو کې څو ځله د افغان طالبانو په پلوۍ بیانونه ورکړي. نوموړي یو ځل په ښځو باندې د طالبانو د بندیزونو دفاع هم کړې او د هغې لپاره یې د افغان کلتور د عذر په توګه یاد کړی وو خو اوس وايي چې ترهګرو ډلو ته د طالبانو د حکومت تحفظ تر لاسه دی.

دغه نظر پاکستان کې ځيني څېړونکي هم لري.

منصور خان مسيد، د فاټا ريسرچ سنټر څيړنکار منصور خان مسيد وايي، "ټى ټى پى ته د افغان طالبانو بشپړ ملاتړ ترلاسه دی او که د هغوی ملاتړ نه وي ورسره نو دوی هلته يوه ورځ هم نه شي پاتې کېدی، ټي ټي پي 6,000 خلک لري او افغان طالبان غټ فورس دی خو نه یې ختموي، د تحريک طالبان پاکستان وسله وال د کابل په ګډون هر مهم ځای کې پراته دي او هلته ښه اثر هم لري".

افغان طالبانو د ښاغلي اکرم نوي تورونو ته تر دې دمه ځواب نه دی ویلی، خو دا خبره یې مخکې څو واره کړې چې پاکستان کې روانه جګړه او یا د پاکستاني طالبانو وجود په کابل کې د هغوی د واکمنۍ نه مخکې موجود وو. او وايي په هيواد کې بهرني ترهګر فعالیت نه لري.

خو پاکستان کې دا خبره اوس عامه ده چې یادې ډلې افغانستان کې خوندي ځایونه لري.

‎د امنیتي چارو کارپوه عبدالله خان وايي، "هغوي ته چې کومه وسله ترلاسه ده هغه عصري او جديد وسله ده او په خصوصي توګه امريکايي وسله هم د هغوي سره ليدل کېږي، د هغوي تربيه هم ډيره ښه شوې ده، بلوچستان خو يوه غريبه صوبه ده او دغه وسله وال په خپله هم وايي چې په غرونو کې اوسيږي او دا دومره جديد وسله ترلاسه کول د پېسو بغېر ترلاسه کول ممکنه نه ده".

‎پاکستاني چارواکو د روان کال 2024 په پيل کې دعوه کړې وه چې په افغانستان کې د ټي ټي پي وسله والې ډلې تر 6,000 زیات وسله وال دي او په تېره جولای مياشت کې ملګرو ملتونو هم په خپل رپورټ کې دا خبره تاييد کړې وه.

پاکستان درې کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ هرکلی کړی وو او دا تمه کېدله چې افغان طالبان به پاکستان کې دننه د ترهګرۍ مخنيوي کې مرسته وکړي خو اوس څيړونکي وايي په کابل کې د طالبانو واک پاکستاني طالبان لا نور ډاډ کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG