لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په يوه اونۍ کې د مذهب په سپکاوي تورن بل تن د پوليسو سره نښته کې وژل شوی


د پاکستان د سيند صوبې پوليس وايي، ميرپور خاص ضلعه کې د پوليسو سره نښته کې يو تن وژل شوی، وروسته د دغه تن پېژندګلو د شاهنواز په نوم شوې، څوک چې د مذهب په سپکاوي کولو تورن وو. نن د اسلام اباد يو عدالت يوې مېرمن ته د مذهب د سپکاوي په قضيه کې د مرګ سزا اورولې ده.

پاکستان کې دا په يوه اوونۍ کې دویمه پېښه ده چې د مذهب په سپکاوي تورن وژل شوی دی، اونۍ وړاندې په کوټه کې د مذهب د سپکاوي په تور بندي تن په پوليس تاڼه کې د پوليسو په ډزو وژل شوی وو.

سيند کې د مذهب په سپکاوي تورن تن

د ميرپور خان ضلعې د پوليسو مشر اېس اېس پي اسدعلي چودري وي او اې ډيوه ته وويل، تېره شپه د 18م او 19م ستمبر مينځنۍ شپه کې، په موټر سايکل دوه تنه روان وو، پوليسو ورته د ودرېدو اشاره کړې او هغوی نه وو ودرېدلي، په پوليسو یې ډزې کړي، او د پوليسو په ډزو کې بیا يو تن شوی دی.

اسدعلي چودري وويل، وروسته د وژل شوي تن پېژندګلو شوې چې هغه د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې تورن وو، تښتېدو، او په پوليسو یې ډزې کړي او بيا د پوليسو په ډزو کې وژل شوی دی.

خو په پولیس مقدمه کې ويل شوي، دغه کسان د پوليسو نه تښتېدل، يو غورځېدلی، ژوبل شوی او چې روغتون ته وړل شوی هلته یې ساه ورکړې ده.

وژل شوی تن ډاکټر شاهنواز نوميږي، د هغه پرضد په 16م ستمبر د ميرپور خاص سره جوختې پرتې په عمرکوټ ضلعه کې د مذهب د سپکاوي مقدمه درج شوې، په هغه تور لګول شوی وو چې په ټولنيزو رسنيو یې د مذهب د سپکاوي پوسټ کړی وو.

يو ځايي تن د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډیوه ته وويل، د ډاکټر شاهنواز پرضد د دوو ورځو راهسې په عمر کوټ کې د مذهبي تنظيمونو لخوا مظاهرې روانې وې، او داسې ويل کيږي، چې هغه د عمر کوټ نه وتلی، په کراچۍ کې پوليسو نيولی وو، او تېره شپه بيا په ميرپورخاص کې دغه پېښه شوې ده.

ياد تن وويل، د ډاکټر لخوا پرون يو بيان هم خپور شوی وو او هغه د مذهب د سپکاوي د بیان رد کړی او ويلي يې وو چې د هغه د فېس بک آی ډي هېک شوې او بل چا ترې دغه پوسټ کړی وو.

عيسايي مېرمن ته د مرګ سزا

د رپورټونو ترمخه د اسلام اباد يو ځايي عدالت نن په 19م ستمبر د مذهب د سپکاوي په قضيه کې يوې عيسايي مېرمن ته د مرګ سزا اورولې ده.

ويل شوي، اسلام اباد کې د الېکټرانک کرايم اېکټ، پيکا د قانون لاندې د ځانګړي عدالت جج افضل مجوکا دغه فيصله اورولې ده.

د رپورټونو ترمخه، د اسلام اباد يوې عيسايي مېرمن شګفته باندې تور وو چې درې څلور کاله وړاندې یې په وټس اېسپ ګروپ کې د مذهب د سپکاوي مواد خپاره کړي وو.

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي پېښې

د پاکستان په سيند صوبه کې دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې يوه اونۍ وړاندې په کوټه کې د توهين رسالت يا مذهب د سپکاوي په مقدمه کې يو تورن تن چې د کوټې کېنټ پوليس په تاڼه کې بندي وو، د تاڼې يو پوليس عسکر پرې په حوالات کې دننه ډزې کړي او دغه تورن تن یې وژلی وو.

اسلامي نظرياتي کونسل وايي د داسې ډول پېښو کې، چې څوک وسله راواخلي او په خپل سر اقدام وکړي، د دې جواز نه شي وړاندې کول کېدی.

په کوټه کې په پوليس تاڼه کې دننه کې د وژل شوي تن کورنۍ پرون په يوه خبري غونډې کې اعلان کړی چې دوی هغه پوليس اهلکار معاف کوي، چا چې د مذهب د سپکاوي په تور د دوی خپلوان په ډزو وژلی وو.

پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د پېښو او په دغو پېښو کې د تورنو کسانو د خلکو په د وژنو خبرونه مخې ته راځي.

اسلامي نظرياتي کونسل څه وايي؟

پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر مولانا راغب حسېن نعيمي يوه اوونۍ وړاندې وي او اې ډیوه ته ویلي وو، د داسې پېښو کېدو څو علتونه وي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې وويل، ټولنه د قانون، د قانون عملدارۍ، پوهه خلکو او غوره انتظامیه باندې مشتمله بندوبست نوم دی، او هغه ټولنې په ښه انداز چليږي چرته چې هر څوک د خپل کار سره کار ساتي.

نوموړي وويل، "پاکستانۍ ټولنه د تېرو څو کلونو راهسې د ټولنيزې، مذهبي، اقتصادي او اخلاقۍ پستۍ سره مخ ده، او د هغې له امله مونږ هره ورځ د مختلفو جرمونو کېدل وينو، پاکستان کې دا وخت په مختلفو عدالتونو کې د وژنو خواوشا 50,000 قضیې د بحث لاندې دي او داسې نورې قضيې هم دي".

ښاغلي نعيمي وويل، ځکه خلک په خپله د مسلو د حل نورې لارې لټوي، د پوليس پلټنيزه نظام او عدالتونو کارروايانې هم داسې دي او مجرمان د عدالتونو نه خلاصيږي، خو "د توهين مذهب د قضيو هوارولو متبادلې لارې نشته چې هوارې شي، ځکه د کوټې په څېر پېښې کيږي".

خو نوموړي وویل، "د دې هر باوجود بيا هم د کوټې په څېر پېښو جواز نه شي وړاندې کول کېدی، چې څوک وسله راواخلي او که هر ډول پېښه وي چې په خپل سر پکې داسې اقدام وکړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG