لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په پښتني سیمه ږوب کې وسله وال برید، يو عسکر وژل شوی، درې ژوبل شوي دي


د ږ‎وب پولیس چارواکو په وینا، د بلوچستان په ږوب سيمه کې د ترهګرۍ ضد ادارې (اې ټي ايف) پر موټر وسله وال بريد شوی، چې په کې يو عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

د سيمې پوليس وايي، بريد د شنبې په ماښام د ښار په ختيځ کې د ږ‎وب، شېراني او له پښتونخوا صوبې سرہ نښلېدونکي د ډېره اسماعيل خان پر سړک له مندېزي کراس سيمې سره هغه مهال شوی، کله چې ناڅرګنده وسله والو د ياد ځواک پر روان موټر ناتاره ډزې کړې.

وایي په بريد کې يو عسکر ځای پر ځای وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي. د بلوچستان وزیر اعلا سرفراز بګټي د یاد برید غندنه کړی او د سخت خفګان اظهار یي کړی.

د ږوب روغتون چارواکي وايي، چې په پېښه کې درې عسکر ټپي شوي خو د دوو حالت ډېر خراب دی. وژل شوی عسکر ګوهرعلي نومېږي او د صوبې د لورالايي سيمې اوسېدونکی دی.

تراوسه د بريد ذمه واري کومې وسله واله ډلې نه ده منلې او نه هم د بلوچستان حکومت تر اوسه په دې تړاو څه ويلي. خو په صوبه کې په تېرو وختونو پر پوليس او نورو عسکرو د بريدونو ذمه واري طالبانو منلې ده.

د ږوب شېراني پېښه په داسي وخت کې شوې، چې له تېرو څو اوونيو راهيسې د ږوب او ګاونډي ضلعې شېراني په غرنۍ سيمو کې وسلوال ليدل شوي او ویډیوګانې یې پر ټولنیزو روسنیو خپرې شوې دي، په دې ناتاید شویو ویډیوز کې لیدل کېږ‎ي چې له پینځوست څخه تر شپیته پورې وسلوال له يوې سيمې بلې ته د تګ په حال کې دي۔

پرون د جمعې په ورځ د سيمې ټول ګونديزې ایکشن کمېټۍ له حکومت څخه د یادو وسله والو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

د ږ‎وب یو سیاسي او مدني فعال ظفر کاکړ‎ په وینا، ” ھم دې حالا تو پر ضد موږ‎ د ټولو ګوندونو په شریکه یو جرګه را غوښتې دہ، چې د داسې پېښو مخ نیوی وکړ‎ل شي۔“

د ضلع شیراني مرستیالې کمیشنرې ثناہ ماہ جبین دوې ورځې وړ‎اندې په سیمه کې وسلوالو د شتون په اړ‎ہ د سوال په ځواب کې ویلي ، ” ایف سي ځواک په سیمه کې عملیات کوي، نور تفصیل به ورستو له رسنیو سرہ شریک کوو۔“”

خواغلې دا و نه ویل چې عملیات د چا پر ضد او کومو سیمو کې کېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG