د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات کې د بهرنيو سفيرانو د قافلې سره د ساتنې په ډيوټۍ مامور پولیس ګاډی د چاودنې ښکار شوی، يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی، څو نور ژوبل شوي دي. بهرني سفيران روغ وتلي دي.
د خېبرپښتونخوا پوليس چارواکو د بهرنيو سفيرانو د قافلې سره د چاودنې تاييد کړی چې پرون د 22م ستمبر په مازيګر ناوخته شوې دغه پېښه کې د بهرنيو سفيرانو په ساتنه مامور پوليس ګاډی پکې په نخښه شوی يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی او څو نور ژوبل شوي دي.
خو ويل شوي، پېښه کې بهرنيو سفیرانو ته تاوان نه دی اوښتی.
د سوات د څايي چارواکو په وينا سفيران سوات کې د سېلګرۍ غرييزې سيمې ملم جبې ته روان وو. د ځايي سرچينو ترمخه، د بهرنيو سفيرانو ډله د دوو نورو ورځو دپاره د سوات په سفر وه، خو د چاودنې د پېښې وروسته هغوی بيرته ستانه کړل شوي دي.
د رپورټونو ترمخه، په بهرنيو سفيرانو کې د روس، پرتګال، ايران، انډونيشيا، تاجکستان، روانډا، زمبابوی، ترکمانستان، ويتنام او بوسنياهرګزوينا سفيران شامل وو.
پوليس چارواکي محمدعلي ګنډاپور ويلي، ټول سفيران په پېښه کې روغ وتلی او دوی په خوندي ډول اسلام اباد ته منتقل کړل شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم ویلي، د سفيرانو ډله په خوندي توګه اسلام اباد ته ستنه شوې ده.
د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف دفتر په يو بیان کې دغه ترهګر بريد غندلی دی.
په اسلام اباد کې د روس سفارتخانې ويلي، سفير یې په قافله کې د نورو سفيرانو سره شامل وو، او دوی د سوات د سېلګرۍ په دوره وو.
د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور په ملم جبه روډ د پوليسو د ګاډي سره نزدې چاودنې د پېښې په اړه رپورټ غوښتی اود پوليس اهلکار په وژنه یې د افسوس څرګندونه کړې ده.
تراوسه پورې د دغه بريد زمه واري چا نه ده منلې، خېبرپښتونخوا کې په پوځ او پوليسو د اکثرو بریدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان مني.
نزدې يوه اوونۍ وړاندې د سوات د پوليسو مشر زاهدالله وي او اې ډيوه ته ویلي وو، په دې کې شک نشته چې د سوات په لرې پرتو غرونو کې د وسله والو شتون شته، خو دوی قابو دي.
هغه ويلي وو، وسله وال د بونېر او شانګلې پورې غرييزه سيمو کې وسله وال ځای په ځای ښکاره کيږي خو په دې سيمه کې دوی دومره نه دي څومره چې په کال 2022م کې ښکاره شوي وو.
په سوات کې د کال 2022م د اګست په مياشت کې د وسله والو ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي، بيا د يو پوځي او پولیس افسر چې په ژوبل حالت کې وو، ويډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې وه.
له دغې وروسته هم د دغه کال ستمبر په میاشت کې د سوات امن کمېټۍ د مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د امن کمېټۍ مشر سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې دوه ورځې په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی پوخ عمره تن په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.
د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.
د خېبرپښتونخوا پوليسو او پوځ په خپله منلې وه چې په اګست 2022م کې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې وسله وال ليدل شوي وو. او د دغې وروسته په سوات او صوبې په نورو برخو کې د ناامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه لاريونونه او مظاهرې شوې وې.
دغه پېښې وروسته له هغې شوې چې د کال 2021م په 28 نومبر تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د څو بريدونو زمه وارۍ یې هم منلې وې.
سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو او د خېبرپښتونخوا صوبې په نورو سيمو کې د ناامنۍ د پېښو وروسته د ولسي پاڅونونو لړۍ پيل شوې کومه چې تراوسه روانه ده.
Forum