لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سيند کې د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي ډاکټر کورنۍ په خلکو غږ کړی د انصاف دپاره دې ورسره ودريږي


د سيند صوبې په عمرکوټ ضلعه کې د مذهب په سپکاوي تورن ډاکټر د وژنې د پېښې ضد احتجاجي مظاهره
د سيند صوبې په عمرکوټ ضلعه کې د مذهب په سپکاوي تورن ډاکټر د وژنې د پېښې ضد احتجاجي مظاهره

د پاکستان د سیند صوبې په عمرکوټ ضلعه کې د مذهب په سپکاوي تورن وژل شوي ډاکټر کورنۍ او مدني فعالو په عامو خلکو غږ کړی، ډاکټر ته دانصاف ترلاسه کولو دپاره دې د دوی سره ودريږي، او د يادې پېښې عدالتي پلټنې دې وشي.

ډاکټر شاهنواز به کهنبار باندې په 17م ستمبر د مذهب د سپکاوي د تور لاندې مقدمه درج شوې او دوه ورځې وروسته په مقدمه کې ويل شوي، هغه د پوليسو څخه تښېتې په وخت د خپل ملګري په ډز ژوبل شوی او وژل شوی وو.

خو د ډاکټر کورنۍ او فعال وايي، هغه د عدالت لرې په جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی دی.

پرون په 25م ستمبر عمرکوټ ضلعه کې د ډاکټر شانواز کورنۍ او مدني فعال، ځايي خلک په ګڼ شمېر کې راټول شوي، احتجاج یې کړی دی.

د وژل شوي ډاکټر کم عمرې لور حريم په احتجاج کوونکو او عامو خلکو غږ وکړو، "د سيند ولس دې ورسره د دې بابا ته د انصاف ورکولو دپاره ودريږي".

د سيند صوبې په عمرکوټ ضلعه کې د مذهب په سپکاوي تورن ډاکټر د وژنې د پېښې ضد احتجاجي مظاهره
د سيند صوبې په عمرکوټ ضلعه کې د مذهب په سپکاوي تورن ډاکټر د وژنې د پېښې ضد احتجاجي مظاهره

د وژل شوي ډاکټر ورور بابر علي وي او اې ډيوه ته وويل، د ورور او کورنۍ سره یې دوکه شوې ده.

"دا سراسر ناانصافي ده، د اعتماد ماتول دي چې مونږ هغه په خپله پوليسو ته حواله کړو، مونږ په دې حق کې وو، پکار وه چې د هغه قانوني او شرعي پلټنې شوی وی، مونږ رښتوني مسلمانان او عاشق رسول يو"

د کراچۍ نه خواوشا درې نيم سوه کلوميټره لرې شمال ختيځې ضلعې عمرکوټ کې مدني او سیاسي فعال راټول شوي د ډاکټر شانواز د وژنې د پېښې ضد احتجاج په وخت یې غوښتنې وکړې او وې یې ویل، د پېښې دې عدالت پلټنې وشي او ډاکټر په وژنه کې تورنو پوليسو پرضد دې مقدمې درج شي.

د احتجاج راجوړونکې مدني فعالې سيندو نواز ګانګرو وي او اې ډيوه ته وويل، "دلته 60 فيصده ابادي د هندوانو ده، دلته يو مسلمان، ډاکټر شانواز کهنبر چې 18 ګرېډه افسر وو، شپه په شپه د عمرکوټ او ميرپورخاص پوليسو ته حواله کړل شوی خو دغو پوليسو هغه بيا په بې دردۍ قتل کړی او بیا یې ورله جسد سوځولی او بې حرمتي یې کړې ده".

د سيند صوبې په عمرکوټ ضلعه کې د مذهب په سپکاوي تورن ډاکټر د وژنې د پېښې ضد احتجاجي مظاهره
د سيند صوبې په عمرکوټ ضلعه کې د مذهب په سپکاوي تورن ډاکټر د وژنې د پېښې ضد احتجاجي مظاهره

د سيند صوبايي حکومت د ډاکټر شانواز د وژنې په پېښه کې تورن پوليس چارواکي معطل کړي او د پېښې د پلټنو دپاره کميټي جوړه کړل شوې ده، خو د ځايي خلکو په وينا د عمر ضلعې نيمه ابادي د هندو مذهب منونکو ده، دغې پېښې په سیمه کې ويره خوره کړې ده.

د سکول يو هندو استاز برت کمار وويل، "مونږ دلته په عمرکوټ کې د هندوانو ټولنه په زياته شمېره کې اباده ده، دې پېښې نه يواځې دلته ټوله ابادي اغېزمنه کړې بلکې زياته یې هندو ټولنه اغېزمنه کړې ده".

عمرکوټ احتجاج
عمرکوټ احتجاج

د شانواز د وژنې د پېښې ضد احتجاج ته راغلو ګډون والو وويل، د سیند صوبې خاوره د امن او صوفياو خاوره ده، دوی دغلته توندروي او سخت دريځي نه غواړي، بايد نه يواځې د سيند بلکې د ټول پاکستان خلک په ګډه د توندروۍ سخت دريځۍ ضد يو موټی شي او کلک غږ پورته کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG