لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوليو: خېبرپښتونخوا کې دويمه، پاکستان کې 23مه پېښه رپورټ شوې


پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، د روان کال 2024م د پوليو 23مه پېښه د خېبرپښتونخوا په کوهاټ ضلعه کې رپورټ شوې، د لسو میاشتو ماشوم کې د پوليو وايرس تصديق شوی دی.

خېبرپښتونخوا کې سږ کال د پوليو دا دويمه پېښه ده چې رپورټ شوه.

له دې وړاندې هم روانه میاشت مومندو کې د پوليو پېښه رپورټ شوې او هغه سږ کال خېبرپښتونخوا کې د پوليو لومړۍ پېښه وه.

د پوليو د مخنيوي دپاره د وزيراعظم فوکل پرسن عايشه رضا فاروق ويلي، "دا ډېره د افسوس خبره ده چې زمونږ ماشومان د پوليو ويکسينو څخه محرومه پاتې کېدو د نتيجو سره مخ کيږي".

هغې بيا په ميندو پلارانو غږ کړی، چې دغه معذوره کوونکې ناورغۍ څخه بچ د ماشومانو ژغورنې يواځينۍ لاره ويکسين دي، ماشومانو ته دې څو ځله د پوليو ضد څاڅکی ورکړل شي.

د پوليو وروستۍ پېښه دوه ورځې وړاندې د بلوچستان صوبې په پشين کې رپورټ شوې، د 30 مياشتو ماشوم پوليو وهلی وو.

پاکستان سږ کال تراوسه پورې د پوليو رپورټ شوو پېښو کې 15 يواځې بلوچستان صوبه او شپږ پکې په قلعه عبدالله کې شوي دي.

په پاتې نورو کې څلور په سيند صوبه کې، دوه په خېبرپښتونخوا، يوه يوه په پنجاب او اسلام اباد کې تصديق شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، د پوليو د مخنيوي دپاره د ويکسينو په ورکولو ټينګار کوي او په مياندو پلارانو غږ کوي چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي او تلعمري معذورۍ څخه یې وژغوري.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG