لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا صوابۍ پوليس تاڼه کې چاودنې، يو تن وژل شوی 23 ژوبل


د صوابۍ ضلعې په سټي تاڼه کې چاودنه، اور لګېدلی
د صوابۍ ضلعې په سټي تاڼه کې چاودنه، اور لګېدلی

د خېبرپښتونخوا صوابۍ ضلعه کې تېر ماسخوتن په سټي تاڼه کې چاودنه شوې اور لګېدلی، پېښه کې يو تن وژل شوی او لږ تر لږه 23 نور ژوبل شوي دي. خو چارواکو ویلي، چاودنه د ترهګرۍ پېښه نه ده د شارټ سرکټ يا بجلۍ د کرنټ څخه چاودنه شوې ده.

د صوابۍ ضلعې پوليسو د مشر دفتر چارواکو وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، د سټي تاڼه کې چاودنې له امله اور لګېدلی او د تاڼې ودانۍ په بشپړ ډول تباه شوې ده.

د صوابۍ پوليسو او د ژغورنې ادارې [رېسکيو 1122] ترمخه، د چاوندنې له امله د 23 پورې پولیس اهلکار او نور کسان ژوبل شوي دي.

د صوابۍ ضلعې پوليس مشر [ډي پي او] هارون رشید د پېښې په اړه مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي، دا د ترهګرۍ پېښه نه ده، د دوی سره په تاڼه کې مال مقدمه يا ځينې مواد چې قضيې یې روانې وې، په کمره کې شارټ سرکټ شوی او د هغې نه چاودنه شوې ده.

د پوليس افسر په خبره، پېښه کې د غفلت کوونکو پوليسو ضد به کارروايي کولی شي.

د سرچینو ترمخه، د تاڼې سره څنګ ته ودانيو ته هم زيان اوښتی دی.

د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 ويلي، د تاڼې په پېښه کې 23 ژوبل کسان روغتون ته منتقل کړل شوي چې پکې د دوو روغتيايي حالت خطرناک ښودل شوی وو.

ورووسته ويل شوي، په ژوبلو کې يو تن سراج په باچا خان روغتون صوابۍ کې ساه ورکړې ده، او د اووه تنو په روغتون کې درملنه روانه ده.

ویل شوي، د شپې نزدې 11 بجې په تاڼه لګېدلی اور مړ کړل شوی دی.

تېر کال د اپرېل په میاشت کې دغه ډول پېښه د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سیمې سوات سي ټي ډي پوليس تاڼې کبل کې شوې، چاودنو کې د 17 پورې کسان وژل شوي او 50 نه زيات ژوبل شوي وو.

هغه وخت د خېبرپښتونخوا پولیس مشر اختر حیات خان د چاودنې په اړه ويلي وو، چاودنې د سي ټي ډي په پخوانۍ تاڼه کې شوې وې.

هغه ویلي وو، د تاڼې په مالخانه کې موجود ګوله بارود چې په عدالتونو کې یې قضیې روانې وې، په ابتدايي پلټنو کې ښکاري چې په دغو موادو کې یو څيز چاودلی او بيا نورې چاودنې شوې وې.

هلته هم پوليسو د ترهګرۍ پېښه کېدل رد کړي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG