د خېبرپښتونخوا سېلګرۍ سيمې په مرکزي ښار مينګوره کې نن د جمعې په ورځ، د سوات قامي جرګې د امن غوښتنې دپاره او ترهګرۍ ضد جلسې اعلان کړی دی. د قامي جرګې د مشرانو په وينا، د سوات سياسي ګوندونو، تاجرانو، وکيلانو او د ټولنې ټولو خلکو د جلسې ملاتړ کړی دی.
د جلسې دپاره مينګوره او ځای په ځای د خبرتيا او بلنې دپاره پوسټرې لګول شوي دي.
په دغو پوسټرو ليکل شوي، "د رياستي سرپرستۍ لاندې د مصنوعي ترهګرۍ د تسلط خلاف، د پوځي اپرېشن د مخنيوي، د حقيقي پايداره امن د قيام دپاره"، نن د جمعې په ورځ د ماسپښين نه وروسته جلسه کولی شي.
په سوات کې د امن غوښتنې دپاره جلسه په داسې وخت کې اعلان شوې چې په 22م ستمبر د سوات ملم جبې ته د بهرنيو سفارتکارو د قافلې سره روان، په ساتنه مامور پوليس ګاډي څنګ ته چاودنه شوې، يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی، او څو نور ژوبل شوي وو.
له دغې پېښې دوه ورځې وروسته د مټې په علاقه کې د شپې په وخت په پوليسو ډزې شوې، درې پوليس اهلکار پکې ژوبل شوي وو، او په ځوابي ډزو کې د دوو حمله کوونکو د وژل کېدو ويل شوي وو.
د سوات د قامي جرګې یو مشر غړی زاهد خان وايي، په سوات کې بيا ترهګري پيل شوې، او دا ترهګري پوځي عملياتو ته د لارې جوړولو دپاره کيږي، خو د سوات ولس یې نه پرېږدي.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل، په سوات کې وړاندې د ترهګرۍ ضد عمليات شوي، خو د ولس پرې نور اعتماد نشته، وړاندې چې څه شوي د هغې رښتيا دې وښودل شي چې څومره ترهګر یې وژلي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر عطاالله جان وايي، په سوات کې حالات د يوې نه بلې ورځې ته نور خرابيږي.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، د سوات د خلکو سره بله لار نشته خو پرامنه احتجاج او د ترهګرۍ غندنه کولی شي.
هغه وويل، د سوات ولس نه خو دومره قوت لري او نه دومره وسله، چې د ترهګرۍ ضد او رياستي پاليسو ضد جګړه وکړي، دوی به د مصنوعي ترهګرۍ ضد پرامنه مبارزه کوي.
په سوات کې د کال 2022م د اګست په مياشت کې وسله وال ښکاره شوي، بيا د يو پوځي او پولیس افسر چې په ژوبل حالت کې وو، ويډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې وه، چې دوی وسله والو نيولي وو.
له دغې وروسته هم د دغه کال ستمبر په میاشت کې د سوات امن کمېټۍ د مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د امن کمېټۍ مشر سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې دوه ورځې په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی پوخ عمره تن په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.
د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.
د خېبرپښتونخوا پوليسو او پوځ په خپله منلې وه چې په اګست 2022م کې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې وسله وال ليدل شوي وو.
د وسله والو ښکاره کېدو او پېښو وروسته په سوات کې د ولسي پاڅونونو لړۍ پيل شوې کومه چې تراوسه پورې روانه ده.
په سوات کې دغه پېښې وروسته له هغې شوې چې د کال 2021م په 28 نومبر ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د څو بريدونو زمه وارۍ یې هم منلې وې.
Forum