لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي د حسن نصرالله له وژنې سره به سیمه کې بې ثباتي لا پسې سیوا شي


پاکستان په منځني ختیځ کې د اسرایل له د سیوا شوؤ بریدونو غندنه کړې اؤ ویلي یې دي په عامه ابادیو اسرایلي بریدونه د اندېښنې وړ دي اؤ د حسن نصرالله وژنې سره به سیمه کې بې ثباتي لا سیوا شي.

د اتوار په ورځ د خارجه دفتر له لوري خپور شوي بیان کې ویل شوي د اسرایل له لوري پرله پسې په عامه ابادیو بریدونه د اندېښنې وړ دي اؤ د نړیوالو قوانینو پامالي د اندېښنو تر حده رسیدلې ده .

بیان کې ویل شوي چې اسرایل د لبنان د خپلواکۍ څخه سرغړونه کوي اؤ پاکستان د لبنان ولس سره د یووالي لپاره ولاړ دی.

د خارجه دفتر ویاندې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا ټینګار کړی چې اسرایل په سیمه کې له تیري اؤ د نړیوالو قوانینو د سرغړونو نه منعې کړي اؤ په منځني ختیځ کې دې امن پځاي کړي.

د خارجه دفتر د ویاندې په بیان کې ویل شوي چې سیمه مخکې هم د بې ثباتۍ سره مخ وه اؤ د اسرایلي ځواکونو په لاس د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژنې سره به د بې ثباتۍ دا خطرې نورې هم زیاتې شي.

د جمعې په ورځ اسرایلي ځواکونو د لبنان په پلازمینه بېروت کې یو شمېر هوایي بریدونه کړي وؤ چې پکې په ابتدایي توګه د اسرایل له لوري د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو دعوه شوې وه.

وروسته حزب الله هم د خپل مشر وژنه تایید کړې وه اؤ اعلان یې کړی ؤ چې د اسرایل په ضد به جګړې ته دوام ورکوي.

د حز‌ب‌الله د مشر حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته رویټرز خبري ایجنسۍ د دوو ځایي چارواکو په حواله ویلي چې د ایران ستر مذهبي مشر آیت‌ الله علي خامنايي په سختو امنیتي تدابیرو کې دننه یو خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزرات د شنبې- خالي په ورځ وویل چې د حزب‌ الله او اسرايل ترمنځ د پولې په اوږدو کې د یو کال له نښتو وروسته پر بیروت د اسرايل په هوايي برید کې د حسن نصرالله پر وژل کېدو باوجود به د هغه لارې ته دوام ورکړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پر ایکس په یوه پیغام کې لیکلي، "د سید حسن نصرالله د مقاومت ویاړلې لاره به دوام ومومي او د قدس د ازادی لپاره به د هغه ارمان پوره شي".

خامنايي د اسرايل پر جنګي تګلاره نیوکه کړې او پر لبنان د اسرايلي ځواکونو برید یې "عام وژنه" بللې ده.

پر لبنان د اسرایل د بریدونو لومړۍ څپه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د اسرايل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له وینا یو ساعت وروسته پیل شوې وه.

نتنیاهو په خپله وینا کې ویلي وؤ چې اسرايل له ترهګرو او په ایران کې د هغوی له ملاتړو سره په مبارزه کې "برلاسی" دی.

د هغه وینا وه"زه د تهران آمرانو ته یو پیغام لرم،‌ که پر موږ برید وکړئ، پر تاسو برید کوو. په ایران کې هېڅ داسې ځای نه شته چې د اسرايل اوږد لاس ورته ونه رسېږي او دا د ټول منځني ختیځ په اړه همداسې ده".

په لبنان کې د ایران له ملاتړه برخمنې حزب‌الله ډلې پر مرکزونو باندې د اسرايل د بریدونو له پیله تر اوسه سلګونه کسان وژل شوي دي او په ځواب کې یې حزب‌ الله پر اسرايل د میزایلو بریدونه کړي دي.

حزب‌الله د حماس ډلې له متحدینو دی او د تېر کال له اکتوبر راهیسې د لبنان پر پوله له اسرايلي ځواکونو سره په جنګ کې دی چې په دواړو خواو کې لسګونه زره کسان له خپلو سیمو وتلو ته اړ شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د عراق یوه کردۍ مېرمن په خپل سر خپل کلی بیا بادوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG