پاکستان کې د پټرولو او ډيزلو قيمتونه راکم کړل شوي، يو ليټر پټرول 2.07 ، دوه روپۍ اووه پېسي او ډيزل درې روپۍ او 40 پېسې ارزان کړل شوي دي.
د خزانې ډويژن ويلي، د تيلو او ګېس انتظام ادارې [اوګرا] نړیوال مارکيټ ته په کتو یې د تيلو نوي قيمتونه ټاکلي دي.
يو ليټر پټرول د دوه روپو او اووه پېسو ارزانولو سره د 249.10 روپو نه 247.03 روپو راکم شوي، او ډيزل د درېو روپو او 40 پيسو ارزانولو سره 246.29 روپو ته راټيټ شوي دي.
د خاورو تېل درې روپۍ 57 پيسې او لايټ ډيزل يوه روپۍ او درې پېسې ارزان کړل شوي دي.
د خزانې ډويژن ترمخه، د تېلو نوي قيمتونه به نن د لومړي اکتوبر څخه عملي وي.
پاکستان کې په وروستيو مياشتو کې پرله پسې تیل ارزانيږي.
تېر په 16م ستمبر پټرول لس روپۍ او ډيزل 13 روپۍ او شپږ پېسې ارزان کړل شوي وو.
پاکستان کې هر 15 ورځې وروسته د تيلو نوي قيمتونه اعلانولی شي.
د ستمبر په لومړۍ نېټه يو ليټر پټرول يوه روپۍ 86 پیسې او هايي سپيډ ډيزل درې روپۍ او 32 پيسې ارزان کړل شوي وو.
او د هغې نه وړاندې په 14م اګست يو ليټر پټرول اته روپۍ 47 پيسې او هايي سپيډ ډيزل شپږ روپۍ او 70 پيسې ارزان کړل شوي وو.
په لومړي اګست هم پاکستان کې تيل ارزان کړل شوي، د يو ليټر پټرولو په قيمت کې شپږ روپۍ او 17 پيسې او ډيزل لس روپۍ او 86 پيسې راکم کړل شوي وو.
Forum