لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د پوليو دوه نورې پېښې رپورټ شوي


پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي، په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د پوليو دوه نورې پېښې رپورټ شوي دي، دا په خېبرپښتونخوا کې درېمه او بلوچستان کې 16مه پېښه ده.

پروګرام ویلي، د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلعه کې يو ماشوم پوليو وهلی دی.

او د بلوچستان په ژوب ضلعه کې يوه ماشومه د پوليو ښکاره شوې ده.

پاکستان کې د تازه پېښو سره سږ کال په ملک کې د پوليو د ټولو پېښو شمېره 28 ته رسېدلې ده.

د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، ملک د وايرس او پېښو ته په کتو د 28م اکتوبر راهسې په ټول ملک کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پيل کولی شي.

پاکستاني چارواکي وايي، د پوليو د مخنيوي دپاره د ويکسينو په ورکولو ټينګار کوي او په مياندو پلارانو غږ کوي چې خپلو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي او تلعمري معذورۍ څخه یې وژغوري.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG