لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل د لبنان نورو جنوبي ښارګوټو ته هم د انخلا خبرداری ورکړ


بېروت، د اکټوبر ۳مه، ۲۰۲۴
بېروت، د اکټوبر ۳مه، ۲۰۲۴

د اسرائیل پوځ د زیارت/پنجشنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې د څه باندې شلو (۲۰) ښارګوټو او کلیو اوسېدونکو ته په تعدۍ سره خبرداری ورکړ چې په فوري توګه دې خپل کورونه پرېږدي او شمالي علاقو ته دې ولاړ شي چې د حزب الله ډلې په ضد د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو نه بچ پاته شي.

د اسرائیل د دفاعي ځواکونو د عربي ژبې ویاند لفټننټ کرنل اویچای ادرايي پخپل اېکس (پخواني ټوېټر) د هغو سیمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې د خپل ژوند د تحفظ دپاره دې د نهر الأولي نه پورې غاړه ولاړ شي. هغه دا خبرداری هم ورکړ چې که چېرته دا خلک د جنوب خوا ته حرکت وکړي، نو د خطرې سره به مخ شي.

د اسرائیلي ځواکونو دې ترجمان زیاته کړې: "د حزب الله فعالیتونه د اسرائیل دفاعي ځواکونه مجبوره کوي چې د هغو په ضد په قوت عمل وکړي" او چې کله حالات محفوظه شي، بیا به هغوی ته خبر ورکړي چې بېرته خپلو کورونو ته راستانه شي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو (آی ډي آېف) یوه وېډیو هم خپره کړې چې وایي د لبنان په جنوبي علاقو کې د هغوی د عسکرو عملیات ښيي. د پوځ په یو بیان کې راغلي چې د اسرائیل د پوځ شپږم برېګېډ اوس مهال په جنوبي لبنان کې دی چې هلته کې "د حزب الله ترهګر تنظیم د ترهګرې اډانې تباه کولو او له منځه وړلو دپاره، هدفي چاپې لګوي."

آی ډي اېف د زیارت/پنجشنبې په ورځ دا هم وویل چې د اسرائیل جنګي جټ جهازونو د چهارشنبې په ورځ یوې حملې کې د حزب الله یو کمانډر خدر الشهابیه ووژلو. په بیان کې دا هم ویل شوي چې خدر د هغې راکټي حملې ذمه وار و کوم چې په تېره جولائی میاشت کې د اسرائیل قبضې لاندې ګولان غونډیو په مجدالشمس کې شوې وه او د فټبال په میدان کې یې دوولس تنه تنکي هلکان وژلي و.

د لبنان د صحت چارواکو د زیارت/پنجشنبې به ورځ وویل چې په بېروت کې د اسرائیل په بمبارۍ کې د فلېټونو یوه ودانۍ لګېدلې او په کې لږ تر لږه شپږ تنه مړه او اووه تنه نور زخمیان شوي دي.

د تېرې نهې/سې شنبې د ماخوستن راهیسي، چې ایران په اسرائیل باندې د شاوخوا دوه سوو میزائیلو بریدونه وکړل، په منځني ختيځ کې حالات ډېر تاوجن شوي دي.

ایران دا حمله د یهودانو د نوي کال په شپه وکړه، او دا یې د اسرائیل د هغو یو لړ حملو په جواب کې انتقامي ګام یاد کړ چې د ایران د حمایت لاندې پراکسي ډلو او مشرانو باندې شوي دي. ایران ویلي و چې د تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه او بېروت کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو انتقام به اخلي.

د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړی چې ایران لویه خطا کړې او خپل د دې حملې قیمت به ادا کوي.

د ایران صدر مسعود پزشکیان ویلي چې چېرته اسرائیل کومه انتقامي کاروايي وکړه، ایران به سخت جواب ورکړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG