لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور د بې درکۍ وروسته د اسمبلۍ په غونډه کې ښکاره شوی


د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور چې د خالي، شنبې په ماسخوتن بې درکه شوی، د اتوار، يکشبنې په ماسخوتن ناوخته د اسمبلۍ په غونډه کې ناڅاپه ښکاره شوی دی.

د اسمبلۍ غونډې په وينا کې نوموړي وویل، چې هغه تېره شپه په اسلام اباد کې وو.

له دې وړاندې د هیواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي وو، علي امین ګنډا پور نه خو پولیسو نیولی او نه د ایجنسیو سره دی، بلکې هغه د خېبر پښتونخوا هاوس څخه تښتیدلی دی.

د اسلام اباد څخه د وزیراعلا علي امین ګنډا پور د مرموزې بې درکۍ په معامله د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ بېړنۍ غونډه د اتوار په ورځ بلل شوې او تحریک انصاف ګوند د صوبایي اسمبلۍ مخې ته د احتجاج کولو اعلان هم کړی وو.

د خالي په ورځ د تحریک انصاف قافلې سره اسلام اباد ته د احتجاج لپاره له رسېدو وروسته په ځايي مطبوعاتو ويل شوي، علي امین ګنډا پور د خېبر پښتونخوا هاوس څخه د رینجرز او پولیس ځواکونو پخپله ولکه کې اخستی وو او په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر د پاکستان تحریک انصاف عمر ایوب خان دعوه کړې وه چې وزیراعلا په ناقانونه توګه نیول شوی دی.

د پاکستان سرکاري ټي وي او نورې میډیا هم په وړومبي سر کې د وزیراعلا د نیول کېدو خبر ورکړی وو خو وروسته بیا میډيا د سرکاري سرچینو له خولې وویل چې علي امین ګنډا پور په باضابطه توګه نه دی نیول شوی.

پاکستان تحریک انصاف ګوند پخپله رسمي ایکس پاڼه لیکلي وو، "د یوې صوبې موجوده وزیر اعلا لادرکه دی او ټول پوهیږي چې هغه چا په غیر قانوني ډول په حراست کې ساتلی دی".

د تحریک انصاف ګوند د پېښور صدر عرفان سلیم رسنیو ته ویلي وو، چې د وزیراعلا علي امین ګنډا پور پراسراره جبري لادرکي د ولس د رایو سپکاوی دی.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا تورونه رد کړي چې ګنې علي امین ګنډا پور د اسلام اباد څخه نیول شوی وو.

خبریالانو ته ښاغلي نقوي ویلي علي امین ګنډا پور د خېبر پښتونخوا هاوس څخه تښتېدلی اؤ د هغې د تېښتې عکسونه هم شته.

د محسن نقوي په خبره "زه تاسو ته په ددې خبرې پخلی کوم چې هغه نه د پولیسو سره دی،اؤ نه د کومې بلې ادارې په حراست کې دی، هغه پخپله تښتېدلی دی"

تر دې وړاندې هم تېره میاشت په اتم ستمبر د اسلام اباد تر څنګ یوې جلسې ته له وینا کولو وروسته علي امین ګنډا پور په مرموزه توګه بې درکه کړل شوی وو او د تحریک انصاف مشر عمران خان بیا ویلي وو چې هغه ایجنسیو پورته کړی خو د تحریک انصاف مشرانو ویلي وو "له یو اوږد میټنګ وروسته علي امین ګنډا پور پېښور ته رارسېدلی دی".

د علي امین ګنډا پور د وړومبۍ بې درکۍ وروسته د هیواد ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو چې هغه په کوهسار کې د آي ایس آي میلمه وو او په منتونو یې بیا پرېښودی وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG