لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين منلې، د کراچۍ په بريد کې دوه چينايي وګړي وژل شوي


پاکستان کې د چين سفارتخانې منلې، تېره شپه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نړيوال هوايي ميدان [اييرپورټ] څنګ ته "د چينايانو په قافله برید کې دوه چينايان وژل شوي او يو ژوبل شوی دی". چين بيا د پاکستان نه "د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره د ټولو اړينو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده".

په کراچۍ کې د هوايي ميدان نه بهر دا چاودنه تېر د شپږم اکتوبر په شپه خواوشا 11 بجې شوې ده. پوليس چارواکو د چاودنې وروسته د دوو کسانو وژنه تاييد کړې، او د امنيتي اهلکارو په ګډون یې د څو کسانو د ژوبلېدو ويلي وو.

د چين سفارتخانې ويلي، د پورټ قاسم اليکټرک پاور کمپنۍ کې د چینايي کار کوونکو قافله په بريد کې په نخښه شوې، او دغه ترهګر برید يې په کلکه غندلی دی.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف دغه بريد غندلی او ويلي يې دي، "په دې ناوړه پېښه کې ککړپاکستانيان نه شي کېدای، بلکې د پاکستان دښمنان دي. سمدستي پلټنې پيل کړل شوي چې پېښه کې ککړ کسان معلوم او د قانون منګولو ته راوستل شي".

د چينايانو په قافله د بريد زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوڅ لبرېشن ارمي منلې، او دعوه یې کړې د مجيد بريګېډ فدايي يونټ يو ځانمرګي د چينايي ايجينيرانو او پانګه والو د لوړې کچې قافله په هدف کړې ده.

د چين د سفارتخانې ترمخه، "پاکستان کې د چين سفارتخانې او کونسلګرۍ يو بېړني پلان پيل کړی، د پاکستان نه د برید د بشپړه پلټنو، پېښه کې ککړو کسانو ته د سختې سزا ورکولو او پاکستان کې د چينايي وګړو چې په ادارو او پروژو کې په کار دي، د هغو ټولو د ساتنې دپاره د اړينو اقداماتو غوښتنه کړې ده".

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، "دغه بريد نه يواځې په پاکستان، بلکې د پاکستان او چین په دوستۍ شوی دی، او د مجيد بریګېډ په ګډون به د دې پېښې زمه وار د انصاف کټهرې ته راوستلی شي، د پاکستان ادارې به په دې پېښه کې ککړ او د هغوی سهولت کار ونیسي او بې سزا به پاتې نه شي".

وزارت ویلي، "ترهګرو قوتونو ته د ماتې ورکولو دپاره به د چينايانو سره په ګډه کار کولو ته دوام ورکړي".

پاکستان کې وخت په وخت په چينايي وګړو بريدونه او چاودنې شوي دي.

له دې وړاندې پاکستان کې په چينايي وګړو ترسری شوی وروستی غټ بريد د روان کال په ‏‎26‎م مارچ د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلعه کې شوی، په بشام کې د داسو ډېم په چينايي انجينيرانو ځانمرګی برید کې پينځه چينايي وګړي او پاکستانی ‏‏‏ډرايور یې پکې ‏وژل شوي وو.‏

د پاکستان حکومت بلوڅ لبرېشن ارمي وسله واله ډله غېر قانونه ګرځولې ده.

دغه ډله په بلوچستان صوبه کې د چینايي پانګونو مخالفت کوي، او وړاندې یې هم د پاکستان په بلوچستان د چينايانو په ګټو د حملو زمه وارۍ منلي دي.

د کال 2022م په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو څانګې [کنفوشيس انسټيټيوټ] په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور ورکې وژل شوي وو.

د دغه بريد زمه واري هم لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې او ويلي يې وو، دغه برید يې لومړۍ ښځينه فدايي شاري بلوچ کړی وو.

د یاد بريد وروسته د کنفوشيس انسټيټيوټ او پاکستان کې دغه ډول نورو مرکزونو څخه ټول چينايي استازان بيرته خپل ملک ته تللي او بيا بيرته پاکستان ته نه دي ورغلي.

بي اېل اې وايي، د بلوچستان د ازادۍ، او بلوچستان کې په قدرتي وسايلو کې د چين دپانګونو غندنه کوي.

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي هند د بلوڅ وسله والو په شا ولاړ دی، خو هند تل دغه تورونه رد کړي دي.

پاکستان کې تېره شپه دا بريد په داسې وخت کې شوی چې پاکستان په 15م او 16م اګست د شنګايي همکارۍ سازمان د غونډې کوربه توب کوي، او چارواکي وايي د دغه غونډې نه دوه ورځې د چين وزيراعظم لي کيانګ هم د پاکستان سفر کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG