د پاکستان مرکزي حکومت په اسلام اباد کې د شانګهای د سرمشریزې د غوندې پر مهال د اکتوبر له 14 څخه تر 16 پورې په پایه تخت اسلام اباد او ورسره جوخت ښار راولپينډۍ کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
د اکتوبر پر اوومه مرکزي حکومت په خپره کړې اعلاميه کې د دې اقدام لامل د شانګهای همکارۍ تنظیم یا سازمان راتلونکې سرمشريزه ياده کړې ده.
تر دې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر له پنځمې څخه د اکتوبر تر 17 پورې د اسلام اباد امنيتي چارې پوځ ته د سپارلو اعلان کړی وو. دغه وزارت د اکتوبر پر درېيمه په يوه اعلاميه کې وويل چې د شانګهای همکارۍ تنظیم د سرمشريزې پر مهال به پوځ د پلازمېنې امنيت او نظم ساتي.
ټاکل شوې چې د شانګهای همکارۍ تنظیم 23مه دوه ورځنۍ سرمشريزه د اکتوبر پر 15 او 16 په اسلام اباد کې جوړه شي.
شانګهای همکارۍ تنظیم په 2001 کال کې جوړ شو چې نهه غړي لري. چين، روسیه، قرغيزستان، قازقستان، تاجیکستان او ازبیکستان د هغه سازمان لومړني غړي دي خو پاکستان، هند او ايران یې په 2017 کال کې غړيتوب تر لاسه کړ.
افغانستان، بېلاروس او منګوليا په سازمان کې د څارونکو هېوادونو په توګه غړیتوب لري، خو د 2021 کال د اګست د 15 وروسته چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی تراوسه ددغه هیواد په استازیتوب په دې تنظیم کې ګډون نه دی کړی.
افغانستان لپاره د روسیې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روان 2024 کال د جون د میاشتې په نیمايي کې د د ریا نواستي (RIA Novosti) په نوم یوې روسیې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو چې په داسې حال کې چې د شنګهای د تنظیم د بهرنیو چارو وزیرانو په شورا کې اکثره غړي ددغه سازمان په فعالیتونو کې د طالبانو د ګډون سره موافق دي، خو د تاجیکستان مخالفت د شانګهای تنظیم په فعالیتونو کې د طالبانو د ګډون مخه نیولې ده.
هغه هیله ښودلې وه چې تاجیکستان به ژر په دې اړه په خپل دریځ باندې بیا غور وکړي.
ښاغلي کابلوف ویلي: "روسیه او اکثریت ګډون کوونکي د تماس ددغه ګروپ د کار د بیرته پیلولو پلوي کوي. زمونږ تاجیک همکاران لا هم خاص ملاحظات لري، خو مونږ هیله لرو چې هغوی به ژر پر خپل دریځ باندې بیا غور وکړي".
شانګهای همکارۍ تنظیم د سیمې د سياسي، امنيتي او اقتصادي اړوند برخو کې کار کوي.
یادونه: دا خبر د وي او ای اشنا څانګې څخه اخیستل شوی دی
Forum