د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف، پي ټي آی بيا په اسلام اباد کې په 15م اکتوبر د احتجاج اعلان کړی، دا په داسې وخت کې چې په 15م او 16م اکتوبر اسلام اباد کې د شنګايي همکارۍ سازمان غونډه ټاکل شوې ده. د اطلاعاتو مرکزي وزير ويلي، شرخوښو ته به د څه ډول خنډ جوړولو اجازت ور نه کړي.
پي ټي آی ويلي، د اسلام اباد په ډي چوک به احتجاج کوي او د دغه احتجاج دپاره یې پنجاب کې احتجاجونه ځنډولي دي.
پي ټي آی تور لګولی، په اډياله کې ناحقه قېدي د تحريک انصاف مشر عمران خان د خاص بربریت د لارې په نخښه کولی شي، د هغه ژوند په خطر کې اچول کيږي او بنيادی بشري حقونه یې تروړلی شي.
د تحریک انصاف ګوند سياسي کمېټۍ ګواښ کړی چې که د عمران خان بنيادي حقونه بحال نه کړل شو، د هغه وکيلانو، ډاکټرانو، کورنۍ او مشرانو ته فوري رسايي بحال نه کړل شوه، نو په 15م اکتوبر به ټول پاکستان احتجاج له را وځي.
بل لور ته د اطلاعاتو مرکزي وزیر عطاالله تارړ ويلي، د شنګايي همکارۍ تنظيم د سر مشريزې غونډې دپاره انتظامات مکمل دي، قانون نافذونکې ادارې چمتو دي، شر پسند عناصرو ته به د هیڅ ډول خنډ جوړولو اجازه ور نه کړل شي.
نوموړي د پاکستان تحریک انصاف د نوم اخستو بغېر ويلي، د چا د احتجاج په اعلان هيڅ فرق نه پرېوځي، سازشي ذهنيت والا دې په کور په قلاره کښېني.
هغه ويلي، وزیراعظم شهباز شريف په خپله د انتظاماتو د جايزې اخستو دپاره د اسلام اباد د مختلفو علاقو دوره کړې ده.
د تارړ په خبره، د شنګايي همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون دپاره د 12 هېوادونو وزيراعظمان او مشران پاکستان ته راځي.
Forum