لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د توندروۍ ضد سیند رواداري مارچ ګډون وال پوليسو ټکولي او نيولي


سیند رواداري مارچ
سیند رواداري مارچ

د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې مدني فعالو د توندروۍ ضد، سيند رواداري په نوم مارچ يا لاريون او احتجاج کړی، خو وايي پوليسو په دوی اوښکې بهيونکی ګېس ويشی، په ډنډو یې وهلي او نيولي يې دي.

فعالې او د رواداري مارچ راجوړونکې سيندو نواز ګانګرو وي او اې ډيوه ته وويل، دوی په سيند صوبه کې د انتهاپسندۍ يا توندروۍ ضد په کراچۍ کې پرامنه مارچ اعلان کړی وو، خو پوليسو د دوی غړي په ډنډو ووهل، اوښکې بهيونکی ګېس یې پرې وويشتو، او وی یې نيول.

هغې دعوه کړه د 100 نه زیات فعال یې نيول شوي دي، خو پولیس په سمدستي توګه دغه دعوې ته ځواب نه دی ویلی.

خو پوليس وايي، د 144 مادې د سرغړونې په سر کسان نیول شوي دي.

دا احتجاج په داسې وخت کې اعلان شوی چې تېره میاشت د سيند صوبې په میرپور خاص سيمه کې ډاکټر شهناز نومې تن د مذهب د سپکاوي په تور نيولو او وروسته د پوليسو په لاس د وژنې پېښه شوې وه.

سيند نواز ګانګرو وويل، دوی په سيند صوبه کې د توندورۍ پرضد دا مارچ اعلان کړی او د احتجاج په توګه یې درې غوښتنې کولې، چې د ډاکټر شانواز په وژنه کې نومول شوي کسان دې ونيول شي، د پېښې عدالتي پلټنې دې وشي او د سيمې نه د پيپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړی اميرشاه د پارلیمان د څوکۍ څخه لرې کړل شي.

پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د سيند رواداري مارچ د غړو په نيولو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان د سيند صوبې حکومت منلې، د عمرکوټ سره تعلق لرونکی ډاکټر شهنواز کهنبر چې د مذهب د سپکاوي تور پرې لګول شوی، پوليسو په جعلي مقابله کې وژلی وو.

وروسته د وژل شوي ډاکټر د کورنۍ په مدعيت کې د تورنو پوليسو او ځينې ځايي علماو پرضد مقدمه درج کړل شوې وه.

په کراچۍ کې د سيند روادارۍ په نوم امن مارچ غړي په داسې حال کې په ډنډو وهل شوي، اوښکې بهيونکی ګېس پرې ورول شوی او نيول شوي، چې نن د تحریک لبېک په نوم مذهبي ګوند احتجاجي مارچ اعلان کړی وو.

د کراچۍ پوليس مشر [اډيشنل آی جي] جاوېد اوډهو مطبوعاتو سره خبرو کې وويل، په ښار کې د 13م نه تر 17م ستمبر پورې 144 ماده لګول شوې، حساسه سیمه او تين تلوار علاقه کې په جلسو جلوسونو او لاريونونو بنديز دی، د پينځو نه زیاتو کسانو پرضد به پوليس کارروايي کوي او دغه کسان ځکه نيول شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG