لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان د اکسفورډ پوهنتون د چانسلر دپاره انتخاباتو د زغل څخه بهر کړل شوی


د برتانیې ياد پوهنتون اکسفورډ د چانسلر دپاره کېدونکو انتخاباتو دپاره د امېدوارانو فهرست جاري کړی، خو په دغو 38 امېدوارانو کې د پاکستان تحریک انصاف د باني او پاکستان د پخواني وزيراعظم عمران خان نوم نشته.

د عمران خان يو مشير زلفي بخاري په اېکس پوسټ کې ويلي، ډېره د افسوس خبره ده چې د اکسفورډ پوهنتون د چانسلرۍ د انتخاباتو څخه د عمران خان نوم لرې کړل شوی دی.

په 18م اګست مشر زلفي بخاري په اېکس پوسټ کې ويلي وو، د عمران خان په لارښوونه د اکسفورډ پوهنتون د کال 2024م د چانسلر ټاکنې لپاره درخواست جمع کړل شوی وو.

هغه وخت د سياسي چارو پوهانو او خبریالانو ويلي وو، عمران خان او ګوند یې تل هڅه کوي چې په ځايي او نړيواله کچه په مطبوعاتو کې ځان وساتي، هره موضوع که د عمران خان او تحريک په حق کې يا مخالفت کې ولې نه وي، دوی یې د لاسه نه ورکوي سياست او مشهورتيا پرې کوي.

د عمران خان د اکسفورډ پوهنتون د چانسلر په انتخاباتو کې د کانديد په توګه مخې ته راتلو وروسته د هغه په اړه د ګارډين ورځپاڼې کې چاپ شوي کالم يا ليک کې ويل شوي وو، عمران خان د طالبانو [افغانستان کې واکمنو] دوست دی او د هغه منتخب کولو ته د ښځو سپکاوی ویل شوي وو.

په کالم کې د عمران خان د نومول کېدو په اړه پوښتنې راولاړې شوي چې، ايا د طالبانو دوست تن د اکسفورډ پوهنتون چانسلر جوړېدل سم دي؟، عمران خان د طالبانو ملاتړ کړی او اسامه بن لادن ته یې شهيد ويلي وو.

عمران خان چې په کال 2020م کې د پاکستان وزيراعظم وو، د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې یې د ترهګرې ګرځول شوې ډلې القاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن ته شهيد ويلي وو. اسامه بن لادن د کال 2011 په دوېمه مې د امریکې ځانګړو ځواکونو د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې په عملياتو کې وژلی وو.

د کال 2021م د اګست په 15مه چې طالبان په کابل ور وختل او واکمن شو، د هغې په سبا له عمران خان چې هغه وخت هم د پاکستان وزیراعظم وو، د (طالبانو) د نوم اخستو پرته يې ويلي وو، "هغو په افغانستان کې د غلامۍ زنځيرونه مات کړه".

طالبانو په افغانستان د جينکو په تعليم او ښځو په کار بنديزونه لګولي او په نړيواله کچه پرې سختې نيوکې کيږي.

د ګارډين په ليک کې د عمران خان د ښځو د جامو په حواله د بيان او سلمان رشدي سره د ناستې نه انکار او هغه ته د مذهب سپکاوي ويونکي يادګېره هم شوې وه.

په جولايۍ 2021م کې يوې بهرنۍ خبري ادارې سره په مرکه کې پخواني وزیراعظم عمران خان په ښځو د جنسي تیریو پېښو کې د زیاتوالي لامل د ښځو لنډې جامې ګرځولې وې، او په هغه بيا سختې نيوکې شوې وې.

د ګارډين نه وړاندې وړاندې [ډېلي مېل] ورځپاڼې هم ويلي وو، د اکسفورډ د چانسلر نومول کېدو ضد پوهنتون ته ايمېلې شوي دي او په هغې کې هم په عمران خان د نيوکو ويل شوي وو.

د اکسفورډ پوهنتون د وېب پاڼې ترمخه، د پوهنتون د چانسلر د انتخاب د عمل لومړی پړاو به په 28 نومبر پيليږي، دويم پړاو به یې د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې کيږي او په د نومبر په وروستيو کې به د چانسلر اعلان کولی شي.

د اکسفورډ پوهنتون د چانسلر څوکۍ اعزازي وي، د لسو کالو دپاره یې انتخاب کیږي، هغه کومه تنخا يا مراعات نه لري، هر چرته پاتې کېدی شي، خو د پوهنتون په غونډو کې به ګډون کوي او دغو غونډو کې د ګډون دپاره خرڅ به یې پوهنتون ورکوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG