د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان مېرمن بشرا بي بي چې د توشه خانې په قضيه کې بندي وه، نزدې نهه مياشتې وروسته د بند څخه خوشې کړل شوې ده.
د اسلام اباد هایکورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزېب پرون په 23م اکتوبر د توشه خانې دويمې قضيه کې د بشرا بي بي د خوشي کولو حکم کړی وو.
نوموړي جج ويلي وو، که بشرا بي بي په بله مقدمه کې مطلوب نه وي، هغه دې خوشې کړل شي.
د جولای په میاشت کې بشرا بي بي د عدت په وخت نکاح قضيه کې هم بري کړل شوې وه.
د رپورټونو ترمخه، اسلام اباد هايکورټ د توشه خانې دويمه قضيه کې د احتساب عدالت لخوا د اورل شوې سزا پرضد د پخواني وزيراعظم عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بی بي خواستونه هم د اورېدنې دپاره مقرر کړي دي.
ويل شوي، د اسلام اباد هايکورټ جسټس عامر فاروق او جسټس ميا ګل حسن اورنګزېب به په 29م اکتوبر په خواستونو اورېدنه کوي.
Forum