لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محسن نقوي: له جولاي تر اوسه پاکستان کې 1500 د واټسف اکاونټونه هیک شوي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سینیټ ته ویلي چې د جولاي له وړومبۍ نیټې نیولې تر اوسه په هیواد کې نزدې 1500 واټسف اکاونټونه هیک کړی شوي دي.

د سینیټ غونډه کې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د پلټنو مرکزي ادارې ایف آي ای اې ځېنې اکانټونه بیا ترلاسه کړي اؤ د نورو په فعالولو کار روان دی.

د ډان ورځپاڼې له مخې، سینیټ ته ورکړل شوؤ معلوماتو کې د کورنیو چارو وزیر ویلي د ایف آي اې د انټرنیټي جرمونو څانګې ( سي سي ډبلیو) ته د هیک کړل شوؤ اکاونټونو په اړه 1,426 شکایات ترلاسه شوي دي.

محسن نقوي ویلي په دې شمیرو کې هغه صارفین شامل نه دي چې تر اوسه یې د خپلو واټسف اکاونټونو د هیک کېدو شکایت نه دی درج کړی.

نوموړي ویلي چې له درج شکایتونو 549 هیک شوي اکاونټونه بېرته بحال کړل شوي اؤ سایبر کرایم څانګه په نورو 877 شکایتونو کار کوي چې هغې کې 20 کېسونه د باضابطه پلټنو لپاره لېږل شوي.

هغه ویلي د 40 شکایتونو ازاله نه ده اؤ 817 نور لا تر اوسه د تصدیق په مرحله کې دي.

د پاکستان د سپریم کورټ پخواني مشر قاضي ثاقب نثار هم پروسکال سایبر کرایم ته شکایت کړی ؤ چې د هغه واټسف هیک کړل شوی دی.

ډان نیوز د ایف آي ای له سرچینو ویلي چې هغوي ته په انلاین بڼه او له نورو لارو بې شمېره شکایتونه رسیدلي خو وایي ددغو شکایتونو د ازالې لپاره ورسره د اړینې عملې کمی دی اؤ د انټرنیټي جرمونو د مخنیوي لپاره عصري الات نه لري.

تر دې وړاندې سږکال د مارچ په میاشت کې داسې راپورونه مخې ته راغلي وؤ چې په پاکستان کې د پوځ د مشر جنرل عاصم منیر په ګډون د شاوخوا 27 لکو پاکستاني وګړو د ژوند شخصي معلومات افشا شوي یا "غلا" شوي دي چې پکې بایو مېټرک معلومات هم شامل دي.

له هغې مخکې د 2020م کال په اپرېل کې هم انفارمېشن سیکیورټي کمپنۍ په خپل رپوټ کې ویلي وو چې په پاکستان کې د موبایل ټیلیفون کاروونکو شاوخوا 115 میلینه یا یوولس نیم کروړه پاکستانیانو معلومات پر «ډارک ویب» یا توره ویبپاڼه پلورل شوي او وایي په دې کې ممکن د ټیلیکام کمپنیو ځینې ملازمین لاس ولري.

څېړونکي په هيواد کې د شخصي ډيټا د حفاظت د قوانينو نشتوالی يوه لويه الميه بولي او وايي داسې پيښو رامينځ ته کيدو سره به پاکستانيان په ډيجيټل ټيکنالوجۍ باور بيلي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG