د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې بنو کې د پوځ او وسله والو ترمنځ د نښتې خبر دی، پوځ تراوسه پورې په رسمي ډول د نښتې تاييد نه کړی، خو د بنو پوليس نښته تاييد کړې او د نورو جزياتو ورکولو څخه ډډه کړې ده. تحریک طالبان پاکستان هم د نښتې تاييد کړی دی، د پاکستان پوځ تحریک طالبان پاکستان د خوارج فتنه په نوم يادوي.
امنیتي سرچينو وي او اې ډیوه ته ویلي، دوی ته خبر وو چې د بنو په غوړه بکاخېل علاقه کې وسله وال موجود دي او د وسله والو د موجودګۍ په خبر دغلته عمليات ترسره کېدل.
خو پوځ د عملياتو په اړه رسمي بيان نه دی ورکړی.
ځايي پوليس وايي، نښته د سهار راهسې پيل شوې، ټوله علاقه د امنيتي ځواکونو په ګېره کې ده او پولیس په دغې اړه د نور تفصيل ورکولو څخه ډډه کړې ده.
ځايي خلکو وي او اې ډيوه ته ويلي، د سهار راهسې علاقه تړل شوې، د ډزو اوازونه اورېدل کيږي او په هوا کې هيلي کاپټرې هم په نظر راځي.
په دې خبر کې نور معلومات شاملولی شي.
Forum