لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د چين لخوا په ولسي کچه د خپلو وګړو د امنيت په اړه اندېښنې د سفارتي ادابو خلاف دي


PAKISTAN-CHINA-DIPLOMACY-ECONOMY-CPEC
PAKISTAN-CHINA-DIPLOMACY-ECONOMY-CPEC

اسلام اباد وايي، چين په پاکستان کې په سرمایه کارۍ او ترقیاتي کارونو کې مدد کوي او دلته د کارکوونکو چینايي وګړو حفاظت د پاکستان ذمه واري ده خو په ولسي کچه د چين لخوا د خپلو وګړو د ساتنې په اړه اندېښنې د پاکستان او چين د سفارتي ادابو پرضد دي.

د پاکستان خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ نن په 31م اکتوبر اوونيزه خبري غونډه کې، پاکستان کې د چین د سفير بيان ته ځواب وويلو.

په 29م اکتوبر د چین سفیر جيانګ زاي ډونګ اسلام اباد کې راجوړ يو سيمينار ته په وينا کې ويلي وو، پاکستان به د چينايي وګړو، ادارو او پروژو ساتنه پياوړي کړي او خلکو ته به سخته سزا ورکړي څوک چې په چينايي وګړو خونړو بريدونو کې ککړ دي.

بلوڅ وويل، دا حساسه معامله ده او د چین لوړ پوړې مشرتابه ته د پاکستان مشرانو د چینايي وګړو د حفاظت په اړه باور ورکړی دی، او په وروستيو کې اسلام اباد کې د شنګايي همکارۍ غونډه کې وزیراعظم شهباز شریف او چین د وزیراعظم ترمنځ ليدنه کې هم په دغه موضوع خبرې شوې وې، خو داسې په عوامي کچ دلته کار کوونکو چينايي وګړو حفاظت باندې اندېښې ښکاره کول د سفارتي ادابو خلاف خبره ده.

د خارجه دفتر ویاندې وويل، د بده مرغه پاکستان کې چینايي وګړي د داسې ډول پېښو سره مخامخ شوي دي او پاکستان بيا په چینايي وګړو ترسره شوو بریدونو د تحقيقاتو ځينې برخې د چين د حکومت سره هم شريکې کړي دي.

د چين سفير پاکستان کې په چينايي سرمايه کارۍ او وګړو ته د ورپېښو خطرو په اړه اندېښنې په داسې حال کې په ښکاره څرګندې کړي چې په پاکستان کې په تېرو شپږو میاشتو کې په چينايي وګړو دوه خونړي بریدونه شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې ورستيو کې ويلي وو چې په تېرو شپږو کلونو کې د پاکستان دننه په چينايي وګړو نزدې اووه حملې شوې دي، 16 هغه چينايي وګړي پکې وژل شوي چا چې د پاکستان دننه د سي پېک په پروژو کار کوو.

د چين حکومت يو ځل بيا په پاکستان غږ کړی، چينايي وګړو ته دې موثره امنيت برابر کړي او د ترهګرو پرضد یې د دواړو هيوادونو د ګډې مبارزې ټينګار کړی دی، پاکستان دغه بيان ته سمدستي ځواب نه دی ويلی.

خو دوه ورځې وړاندې اسلام اباد کې ترسره شوي سيمنار کې شريک د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزير اعظم اسحاق ډار ويلي وو، چې د پاکستان حکومت په چينايي وګړو حملو کې د ککړ ترهګرو خلاف کارروايي کوي او راروانه مياشت به د پاکستان صدر آصف علي زرداري چين ته د خپل سفر په مهال په دې اړه د پورته شويو ګامونو څخه د چين صدر شي ژين پينګ خبر کړي.

په پاکستان کې د چينايي پروژو لويه برخه په بلوچستان او په ګوادر ساحلي ښار کې ده.

بلوچستان کې بېلتون غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې دا پروژې د بلوڅانو د وسايلو تروړونکې بولي نو ځکه بريدونه ورباندې کوي.

د دغو وسله‌والو سره د مقابلې او د چينايي وګړو د خونديتوب لپاره د پوځ د ځانګړي ځواک ګمارلو نه علاوه، د پاکستان حکومت د روان کال په ستمبر مياشت کې اعلان کړی وو چې پولیس به هم د ځانګړې تربيت دپاره چين ته وليږي.

د چين سفير دا هم واضحه کړې ده چې د چينايي وګړو سيکيورټي د سي پېک پروژې په مخکې تلو کې تر ټولو لوي خنډ دی او په تېرو شپږو میاشتو کې په چينايي وګړو شوي دوه خونړۍ حملې نورې د منلو وړ نه دي.

څېړونکي وايي دا بيان ښيې چې د چين د صبر کاسه ډکه شوې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG