خېبر پښتونخوا صوبه کې د ابتدايي زده کړو، سرکاري پرايمري سکولونو استاذانو کاربنديز يا هړتال پيل کړی، په درېمه ورځ هم صوبه کې سرکاري سکولونه بند او استاذان یې پېښور کې په احتجاج ناست دي. وايي د غوښتنو پوره کېدو پوره به یې کاربنديز روان وي. او صوبايي حکومت په احتجاج ناست استاذان معطل کړي دي.
د خېبر پښتونخوا د سرکاري پرايمري سکولونو استاذانو پېښور کې د جناح پارک مخې ته روان دی. استاذان وايي، يو نيم کال وړاندې د پاکستان تحريک انصاف صوبايي حکومت کې چې د پرايمري سکولونو د استاذانو د کابيني نه د اپګريډيشن کومه فيصله شوې هغه دې عملي کړل شي.
د پرايمري سکولونو د استاذانو د تنظيم مشر عزيزالله خان وايي، "زما وړومبۍ مطالبه دا ده چې زما د اپګريډيشن نوټيفيکېشن (حکم) دې وکړي، دويمه مطالبه دا ده چې 13,500 استاذان د ايکټ 2022م نه د ريګولايزېشن نه پاتي دي هغه دي په فوري توګه مستقل، پاخه کړي، بل چې دوي کوم اته سکولونه په دي صوبه کې پبلک پرايويټ پاټنرشپ ته ورکوي هغه به واپس کوي ځکه چې پرايمري سکولونه مونږ په يو صورت پراييوټ کولو ته نه پرېږدو".
دا وخت په ټوله خېبر پښتونخوا کې 27000 د الکانو او جينکو سرکاري پرايمري سکولونه دي په کوم کې د 400000 لکه پورې زده کونکو ته د 100000 پورې استاذان سبکونه زده کوي.
خو عام خلک وايي د استاذانو کاربنديز د مسلو حل نه دی.
پېښور کې يو ځايي تن عرب حسېن وایي، "پرايويټ سکولونو ته د دوي زامن ځي دلته خو غريبان خلک وي په دي باندي څه زور راځي خپله تنخوا هم اخلي په وخت باندي، په ټوله دنيا کې احتجاجونه کيږي خو داسي نه کيږي چې تا سکولونه بند کړه او ماشومان دې نه راځي، زه د حکومت نه دا مطالبه کووم چې دوي دي بيا ايکشن واخلي تنخاګاني دې پرې بندي کړي چې دوي بيا سکول ته راځي او کنه".
خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف تېر حکومت د سرکاري پرايمري سکولونو استاذانو د اپګريډيشن منظوري ورکړې وه خو اوسه پورې دغه پريکړه نه ده عملي شوې.
د تېرو درېو ورځو راهسې په احتجاج ناست استاذان وايي، د روانې ګرانۍ مطابق حکومت دوی ته مراعات نه ورکوي.
د پرايمري سکول استاذه جميله شاهين وايي، "زمونږ د پرايمري د ټيچر نه کار زيات اخستل کيږي که هغه د اليکشن ډيوټي ده، که د پوليو يا نور هر يو ډيوټي چې وي د ګورنمنټ د طرف نه، هغه د سرکاري استاذ نه اخستل کيږي خو پرايمري ټيچر له هغه شان مراعات نه ورکوي، د هغه دومره تنخا وي چې په مشکله پکي هغه ګزاره کوي دوه درې بچي پکي نه شي ساتلی يو کور پکې ټيچر د ريټايرډ کېدو وروسته نه شي جوړولی".
لکي مروت نه احتجاج له ورغلی استاذ حاجي عبدالرحيم وايي، "دا مطالبې مو چې حل شوي نه وي منلي نه وي نو دلته به مونږ دومره پوري ناست يو، هر څه که دوي کوي سسپينشن ارډر، معطلۍ حکم یې کړی دی مونږ يې ورته ازاد کړو دلته به ناست يو سکول ډيوټي به نه کوو، ټرمينېشن، نوکرۍ نه دې لرې کوي، هر شی چې دوی کوي کومه حربه استعمالوي مونږ به ناست يو".
د خېبر پښتونخوا د تعليم محکمي کاربنديز کونکي ټول د پرايمري سکولونو استاذان معطل کړي او اعلاميه یې خپره کړې ده. خو د پرايمري سکولونو د استاذانو اتحاديه واييې چې تر څو یې ټولې غوښتنې نه وي منل شوي، تر هغې به سکولونه بند پراته وي.
Forum