لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان: وسله والو سره نښته کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي


د پاکستان پوځ ویلي، د افغانستان سره په پوله جنوبي وزیرستان سیمه کې یې د وسله والو سره نښته شوې، څلور پوځيان پکې وژل شوي او پينځه خوارج یې هم وژلي دي. د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان وسله وال د خوارج په نوم يادوي.

پوځ پرون په اووم نومبر ناوخته ويلي، په شپږم نومبر د جنوبي وزيرستان په کړمه کې نښته شوې ده. ياد خبر هم په شپږم نومبر امنيتي سرچينو وي او اې ډيوه سره شريک کړی وو.

پوځ ویلي، پينځه خوارج یې وژلي دي.

او وسله والو سره نښته کې پينځه پوځیان وژل شوي دي. وژل شوو کې د ټانک ضلعې 38 کلن نايب صوبېدار، د کرک ضلعې 30 کلن لانس نايک، د کرک ضلعې 30 کلن لانس نايک ګلاب زمان، د کرک ضلعې 30 کلن لانس نايک مزمل محمود او د اورکزو ضلعې 28 کلن لانس نايک حبيب الله وژل شوي دي.

پوځ ويلي، په سيمه کې د وسله والو ضد د پاکۍ عمليات روان دي.

امنیتي چارواکي ويلي وو، د جنوبي وزيرستان تحصيل لدها په کړمه سيمه کې د امنيتي ځواکونو په چيک پوسته د شپې بريد شوی چې په نتيجه کې يې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي وو.

هغه وخت د امنيتي سرچينو ويلي وو، بريد کوونکي د تيارې څخه په استفاده له برید وروسته تښتېدلي دي، او په سيمه کې د لټون عمليات روان دي.

د سيمې خلکو ويلي وو ، بريد څو ساعته دوام درلود، او د سهار تر وخته د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

دا په بر جنوبي وزیرستان کې روانه میاشت کې دویم برید دی.

د نومبر په دویمه نېټه هم د بر جنوبي وزيرستان سروېکۍ سيمه کې بريد شوی و، چې پکې يو پوځي افسر او 11 نور پوځیان ټپيان شوي وو.

له دغه بريد وروسته، پوځ د څلورو بريد کوونکو د وژلو دعوه کړې وه.

د بر جنوبي وزیرستان دا هغه سيمې دي چې په 2009م کال کې د پاکستان پوځ په جنوبي وزيرستان کې د "راه نجات" په نوم د وسله والو ضد پوځي عمليات کړي او دعوه یې کړې وه چې سيمه د هر قسمه ناامنۍ پاکه کړل شوې وه.

د سيمې خلک وايي، اوسني حالات يو ځل بيا له معمول نه ډېر خراب او د اندېښنې وړ دي، خلک په سخته ويره کې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG