لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د سېنېټ غړو په وي پي اېن د بنديز په فيصله د خفګان څرګندونه کړې


د پاکستان د حکومت لخوا په ورچويل پرایوېټ نېټ ورک يا وي پي اېن باندې د بندیز لګولو په فيصله د سېنېټ د کمېټۍ غړو د ناخوښۍ څرګندونه کړې، او د انټرنېټ ورکوونکو کمپنيانو يوې اتحادیې خبرداری ورکړی، چې د وي پي اېن د بنديز فيصله د ټولنې د بيلولو خطر لري.

له دې وړاندې ایمنسټی تیک هم د پاکستان دې فیصلې باندې اندېښنه ښکاره کړې او د عامو خلکو د بنيادي حقونو خلاف ګرځولې وه.
وايرلیس اېنډ انټر نېټ سروس پروایډرز ایسوسي اېشن مشر شهزاد ارشد د حکومت لخوا په وي پي این د بندیز د اعلان په اړه ويلي، د دې پرېکړې څخه به هغه خلک ډېر اغېزمن شي، چې په انټرنېټ کار کوي، لکه د آی ټي مصنوعات بهر ليږي، د انټرنېټ د لارې کاروبار کوي يا تعليم ترلاسه کوي.

اسلامي نظرياتي کونسل هم وړاندې د وي پي اېن استمال غېر شرعي ګرځولی او د کونسل دغه بیان باندې نه يواځې د انټرنېټ کاروونکو بلکې د بشري حقونو فعالو هم سختې نيوکې کړې، بلکې اکثر ديني عالمانو پرې هم تنقيد کړی وو.

د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرل عاصم منیر هم وړاندې ويلي وو چې د غلط معلوماتو خورول يو چیلنج جوړ شوی دی، او د ټولنیز رسنیو له لارې انتشار خورول کيږي.
ځينې حکومتي وزیران وايي ترهګر د خپلو کارروايانو دپاره د انټرنېټ استعمال کوي.

د ډيجيټل حقونو فعال هارون بلوڅ وايي، په ټولنیر رسنیو د بندیز پحقله د حکومت دريځ هر وخت بدلیږي اوس په وي پي اېن د بندیز لويه وجه د رای په اظهار بندیز لګول دي، دغه شان بیانونو او د اسلامي نظریاتي کونسل له لارې فتوو له امله نړۍ په پاکستان پورې خندا کوي.

د نوموړي په خبره، د خلکو د اواز غلي کولو دپاره دا د ملا او پوځ د اتحاد يو نوی مثال جوړ شو، په وي پي اېن او ټولنيزو رسنيو د بنديز يواځينی مقصد د خلکو غږ خاموشه کول دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت وايي، ترهګر د وي پي اېن استعمال کوي، او د سېنېټ د کمېټۍ د غړو د ناخوښۍ وروسته بيا هم حکومتي وزیرانو په دغه اړه کوم وضاحت نه دی کړی.
خود انفارمېشن ټیکنالوجۍ پحقله د کمېټۍ يو غړي د تپوس په ځوا کې د پاکستان ټیلي کمیونېکشن مشر مېجر جنرل(ر) حفيظ الرحمان ويلي، بلوچستان صوبه کې پوځي عملیاتو له وجې انټرنېت تړل شوی او 30م نومبر پورې به پاکستان کې غېر رجسټرډ وي پي اېن هم بند کړل شي.
تازه رپوټونه وايي، پاکستان کې بلیو سکاي نومي ټولنیز رابظو ویب پاڼې ته رسايي هم مشکل شوې ده او د ا وړومبی ځل نه دی، چې پاکستان کې دغه شان يوه وېب پاڼه تړل شوې ده.

سږ کال د فرورۍ د میاشتې راهسې پاکستان کې په اېکس (پخواني ټويټر) هم بنديز لګول، د وي پي اېن بغېر نه چلیږي، او د وي پي اېن مخالفت کوونکي حکومتي مشران هم خپلې رای په اېکس هم د وي پي اېن له لارې ورکوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG