لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان کې په تيره يوه میاشت کې 68 امنيتي عسکر وژل شوي دي


د غېردولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سېکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه د تېرې نومبر په مياشت کې د رياست مخالفه د تشدد په پېښو کې 245 کسان وژل شوي دي چې پکې 68 امنيتي عسکر او 50 ملکي وګړي شامل دي. په رپورټ کې ويل شوي 127 وسله وال هم وژل شوي دي.

د پيکس د رپورټ ترمخه 131 وژنې په وسله والو حملو کې شوې دي.

په رپورټ کې زياته شوې، د نومبر په مياشت کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې، 50 حملې شوي، 71 کسان وژل شوي او 85 ژوبل شوي دي.

دغه رنګ په صوبه کې ورګډو ضلعو کې 28 حملې شوې او 36 کسان وژل شوي دي.

د پيکس په رپورټ کې زياته کړل شوې، بلوچستان صوبه کې 20 وسله وال بريدونه شوي، 60 کسان پکې وژل شوي دي.

د پنجاب په ډېره غازي خان ضلع کې يو وسله وال بريد شوی خو په شا تمبول شوی دی.

په سند او اسلام اباد کې د حملو رپورټ نه دی ترلاسه شوی خو په کراچۍ کې چارواکو ويلي، د ايرپورټ په خُله کې په چينايانو شوي بريد کې ککړ مرکزي کردار نيول شوی دی.

خبريال عارف حيات وايي، د انتخاباتو پس چې حکومتونه جوړ شوې دي نو خیبر پښتونخوا کې ترهګري زیاته شوې ده.

هغه وويل، د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت او مرکزي حکومت د زیاتیدونکې ترهګرۍ ذمه واري په يو بل ور اچوي، خو عملي کار نه کوي، پکار وه چې دواړه حکومتونه په يو مخ وی:

د پکس رپورټ کې دا هم ويل شوي، چې ګرد هیواد کې د ترهکرۍ پیښو کې د 245 وژنو نه علاوه يواځې کورمه کې په نښتو کې 120 کسان وژل شوي دي.

څيړونکی محمد نفيس وايي، پاکستان کې مذهبي اختلافاتو څخه ترهګرې ګټې پورته کوي لکه په تیر وخت کې لشکر جنګوي چې څنګه د مذهب او فرقو په نامه کارروايانې کولې.

د نوموړي په خبره، اوس هم هغه شان حالات يو ځل بیا په کورمه کې لیدل کیږي، خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دا خبره شوې ده چې د تحریک طالبان يو شمېر وسله وال په کورمه کې کارروايانو د پاره تیار کړل شوي وو، دا د ریاست د پاره د فکر خبره ده چې څنګه په اسانۍ سره ترهګر د دوی د کمزوريو نه ګټه پورته کوي.

پيکس په خپل رپوټ کې ويلي، د کال 2024 په لومړو 11 مياشتو کې په وسله والو حملو کې د وژنو شمېره د زرو څخه اوړېدلې ده 1080 کسان وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG