لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکایي اسرايلي يرغمال وژنه تاييد شوې، بايډن یې د کورنۍ سره خواخوږي کړې


د اسرایل پوځ د ګل، دوشنبې په ورځ ويلي، يو امریکايي اسرايلي پوځي، چې په اړه یې خیال کیږي د حماس د اووم اکتوبر 2023م د حملو په وخت يرغمال کړل شوی، هغه د حملو په وخت وژل شوی او د هغې وخت راهسې یې جسد په غزه کې وو.

د امریکې صدر جوبايډن او لومړۍ مېرمن د وژل شوي د کورنۍ سره غمرازي او خواخوږي کړې ده.

عمرنيوټرا په امریکا کې زېږېدلی او لوی شوی، هغه د اووم اکتوبر د حملې په وخت د ټېنک کمانډر په توګه د اسرايل په پوځ کې خدمات ترسره کول، هغه وخت د حماس جنګيالو په اسرايل حمله کړې نزدې 1200 کسان یې وژلي او 250 پورې یې يرغمال کړي وو.

د ياد بريد وروسته اسرايل د حماس پرضد جګړه پيل کړې او په غزه کې د صحت د وزارت د شمېرو ترمخه، د اسرايل په عملیاتو کې تراوسه پورې 44،400 نه زيات فلسطينيان وژل شوي او د لکونو په شمېره کې خلک بې کوره شوي دي.

صدر بايډن د امن دپاره د نيوټرا ستاينه کړې ده.

د سپينې ماڼۍ څخه جاري شوي بیان کې صدر بايډن ويلي، د يوې میاشتې څخه کمه موده مخکې یې د نيوټرا د مور پلار سره په سپينه ماڼۍ کې ليدلي، کله چې هغوی د خپل زوی په خوندي توګه د بيرته ستنېدو دپاره دعاګانې کولې.

د اسرایل مشرانو وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو او صدر اسحاق هرزوګ د نیوټرا د کورنۍ سره غمرازي کړې او د غزې څخه د نورو يرغماليانو د جسدونو بيرته راوړلو یې ویلي دي.

ويل کیږي، په غزه کې اوس هم په 101 بهر ملکیانو او اسرايلي یرغماليانو کې د نيمې نه زيات ژوندي دي.

بايډن چې د 20م جنورۍ پورې د ډانلډ ټرمپ د صدر د لوړې کولو پورې په صدارتي څوکۍ دی، ويلي يې دي د حماس سره يرغمالو امریکايي وګړو د راخوشي کولو دپاره کار نه بندوي.

هغه ويلي، د يرغمال شوو د کورنيو سره دی او د کورنۍ د غړو د بيرته راوستلو څخه به لاس په سر نه شي.

له دې وړاندې حماس د اسرایلي امریکايي ویډيو خپره کړې وه، د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ نه یې د خوشي کولو غوښتنه کوي.

د خالي، شنبې په ورځ خپره کړې ويډيو کې دغه تن خپله پېژندګلو د اېډن الېګزېنډر په نوم کړې ده.

نېتن ياهو په يو بيان کې د يرغمال تن ويډیو ته د نفسياتي جنګ چال ويلی، د الېګزېنډر د کورنۍ سره یې په ټيليفون خبرې کړي هغوی ته یې باور ورکړی چې د يرغماليانو د خوشي کولو دپاره به ټولې ممکنه هڅې جاري ساتي.

الېګزېنډر هغه وخت يو پوځي وو او په هغو کسانو کې شامل وو، چې په اووم اکتوبر 2023م د حماس جنګيالو د جنوبي اسرايل څخه د حملې وروسته يرغمال کړي او غزې ته یې بوتللي وو.

د دې خبر ځينې مالومات د رويټرز څخه اخستل شوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG