د چمن پرلت کميټۍ وياند وايي چې د چمن ښار علماو پرلت ته ﺭاتګ او د دوی د سبا ورځې د څلورم دسمبراعلان شوې احتجاجونه ځنډولو غوښتنه باندې خپل احتجاج د لږ وخت پوﺭې وځنډولو خو پرلت به پر خپل ځای ﺭوان وي. د علماو د ډلې مشري کوونکي يوه ديني عالم په وينا د دوی په سيمه کې او په خاصه توګه په پاکستان کې ﺭوان حالاتو له وجې د پرلت والو څخه په ښار کې د احتجاجونو نه کولو غوښتنه وکړه چې د پرلت کميټۍ ومنله. نور تفصیل د نعمت الله سرحدي په رپورټ کې: