لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړونکي: پښتونخوا کې حکومت د ناامنۍ او ترهګرۍ د مخنيوي زمه وارۍ نه پوره کوي


Police killed in Peshawar.
Police killed in Peshawar.

څيړونکي وايي صوبه کې د امنیت زمه واري د صوبايي حکومت خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت دې پله ډېره توجه نه کوي. خو صوبايي حکومت وايي، په ځانګړي ډول هغو ضلعو کې چې د ناامنۍ پېښې زياتې کيږي هلته د پوليس نفري زياتوي او توان ورله سېوا کوي. د نومبر په میاشت کې پاکستان کې د ترهګرۍ او تشدد زياتې پېښې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي.

څيړونکی خبريال مشتاق يوسفزی وايي، "که تاسو وګورئ زمونږ په صوبه کې بنيادي وجه هم د حکومتدارۍ ده، لکه حکومت شته هم او نشته هم. يو دا ده چې دلته به زمونږ په پوليس فورس حملې کېدې حکومت به ورسره وو، وزيراعلا او وزيران به د هغو جنازو له تله، تاسو اوس وګورئ پوليس مړه شي، د هغوی څوک تپوس نه کوي، څوک یې نه خپلوي".

د غېردولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سېکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه د تېرې نومبر په مياشت کې د رياست مخالفه د تشدد په پېښو کې 245 کسان وژل شوي دي چې پکې 68 امنيتي عسکر او 50 ملکي وګړي شامل دي. په رپورټ کې ويل شوي 127 وسله وال هم وژل شوي دي.

د پيکس د رپورټ ترمخه 131 وژنې په وسله والو حملو کې شوې دي.

په رپورټ کې زياته شوې، د نومبر په مياشت کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې، 50 حملې شوي، 71 کسان وژل شوي او 85 ژوبل شوي دي.

دغه رنګ په صوبه کې ورګډو ضلعو کې 28 حملې شوې او 36 کسان وژل شوي دي.

د پيکس په رپورټ کې زياته کړل شوې، بلوچستان صوبه کې 20 وسله وال بريدونه شوي، 60 کسان پکې وژل شوي دي.

د رپورټونو ترمخه کورمه کې تېره مياشت د سني او شيعه مسلمانانو ترمنځ فرقه ييزه نښتې شوې، چې پکې لږ تر لږه 133 کسان وژل شوي وو.

په کورمه کې شخړې او وژنې او اسلام اباد کې د پي ټي آی احتجاجونه په يو وخت روان وو. صوبايي حکومت بيا په کورمه کې د ډزبندۍ کولو اعلان کړی وو چې د فريقېنو ترمنځ ډز بندي شوې ده.

دوه ورځې وړاندې بيا د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا په مشرۍ صوبايي کابيني په کورمه کې د تل پاتې امن او ثبات د بحالۍ دپاره د يو بشپړ پلان منظوري ورکړې او د پلان لاندې یې د حالاتو قابو کولو دپاره يوه غټه جرګه جوړه کړې ده.

د پښتونخوا حکومت ويلي، دا جرګه به په علاقه کې تر هغې وخته موجوده او روانه وي څو پورې چې هلته پوره امن نه وي په ځای شوی.

پېښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاد پروفېسر عرفان اشرف وايي، "دلته کې پي ټي آی په اختيار کې ده هغه د ترهګرۍ د ختمولو دپاره، په هغوی زمه واري هم پکار ده، چې دا وکړي خو هغوی دا کول نه غواړي، هغوی ټول د ډي چوک سياست کوي، ټول د پنجاب سیاست کوي، ټول د عمران سياست کوي، نو د صوبې چې سياسي قيادت نه وي نو د دې صوبې حالت داسې شو لکه بلوچستان کې چې دی".

د خېبرپښتونخوا سره مرکزي حکومت او پوځ وخت په وخت دعوې کوي چې د ترهګرۍ ضد عمليات دوام لري او د اخري ترهګر د ختمېدو پورې به د ترهګرۍ ضد جګړا دوام لري، خو د عملياتو ترڅنګ د ترهګرۍ پېښې نورې هم سېوا کیږي.

پيکس په خپل رپوټ کې ويلي، د کال 2024 په لومړو 11 مياشتو کې په وسله والو حملو کې د وژنو شمېره د زرو څخه اوړېدلې ده 1080 کسان وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG