لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عمران خان د سېول نافرمانۍ ګواښ ته د څېړونکو نظر: حکومت او پي ټي ای دې خبرو ته کښېني


په جيل کي بندي پخواني وزير اعظم عمران خان د سياسى بنديانو د خوشى کولو او د نهمې مۍ او 26م نومبر د پېښو د رڼو پلټنو دپاره د عدالتى کمېشن جوړولو غوښتنه کړې او د غوښتنو نه منلو په صورت کې یې د دسمبر د 14مې نېټې څخه د سېول نافرمانۍ تحريک او د څيزونو د بايکاټ اعلان کړی دی.

څيړونکي وايي، احتجاجي سياست او تشدد د اقتصاد، امنيت او ولس دپاره زيانمن دي او دواړو خواو ته د زغم نه کار اخستل پکار دي.

د خپل اېکس اکاونټ څخه خپور کړي بيان کې عمران خان ويلي، د سېول نافرمانۍ په وړومبي پړاو کې به بهر هيوادونو کې مېشت پاکستانيانو ته خواست کوي چې هغوى دې خپل ترسيلات رالېږل راکم کړي او د بايکاټ مهم دې پيل کړي.

عمران خان ويلي، په دویم پړاو کې پړاو کي به د دې نه هم وړاندې ځي.

څيړونکى وايي، د حکومت لخوا د تشدد لاره خپلولو نه به حالات نورخرابيږي، وخت راغلی چې پي ټي آی د تصادم خپلو تګ لارو ته بياکتنه وکړي او خبرو ته کښېني. د تشدد سياست نه صرف غېر جمهورى طاقتونه توانيږي چې د موجوده حالاتو ټهيک کولو ذمه وارى په حکومت راځي.

خبريال او څيړونکی افتخار شېرازي وايي، "ملکى حالات د دې خبرې تقاضه کوي، چې ټول ښکېل اړخونه د عقل نه کار واخلي، د دواړه خواو لخوا انتهايي ګامونه به د ملک او قام د پاره د نقصان وړ وي. سياست د راکړې ورکړې او زغم نوم دی او پي ټي آی ته د ټکراو سياست په ځای خبرو اترو ته راتلل پکار دي".

د پاکستان حکومت سمدلاسه د خان د ګواښ په اړه تبصره نه ده کړې خو په مکرر ډول پي ټي آی ته خبرداری ورکړی چې د سړکونو د تاوتریخوالي د لاریونونو مخه ونیسي.

حکومت په 26م نومبر د پي ټي آی احتجاجي لاریون کې د مرګ ژوبلې څخه انکار کوي. د حکومت وزیران وايي امنیتي ځواکونو "نېغ په نېغه ډزې نه دي کړي"، بلکې د مظاهره چیانو د خورولو لپاره یې اوښکې بهيوونکي ګېسونه او د ربړ ګولۍ کارولې، او د شاوخوا زر تنو مظاهره چیانو نیول یې تایید کړي دي.

پي ټي آی وايي، 12 احتجاج کوونکي یې وژل شوي او پينځه زره تر اوسه لادرکه دي.

ځيني څيړونکي ګڼي پاکستان کي د پر له پسې مارشل لاګانو له وجې سياسي استحکام يو خوب پاتې شوی دی.

خبر يال او څيړونکی ثناالله خان وايي، "د پي ټي آی لخوا دا احتجاج يا بايکاټ نه صرف د هيواد د اقتصاد بلکې امنيت دپاره هم يو خطر دی، تر اوسه پورى دا سنجيده نه دی اخستی شوی او د دې نقصان دا وشو که اقتصاد څه لږ شان ښه کيږى نو د دا رقم احتجاجونو نه بيا د پټلۍ نه ښکته کړې شي".

وړاندې هم عمران خان د نواز شريف په حکومت کې د سېول نافرمانۍ غږ کړی وو خو څه نتيجه یې نه وه ورکړې.

عمران خان د پنجشنبې په ورځ په دې تورن کړی شو چې د مې د نهمې نېټې د بریدونو لارښوونه یې کوله. خو هغه ځان بې ګناه بولي.

دا تور د دغه ۷۲ کلن پخواني کرکټ ستوري پر وړاندې په لسګونو قضیو کې وروستۍ وه، چې د تېر کال له وروستیو راهسې په زندان کې دی.

هغه او ګوند یې وايي چې دا قضیې د پوځ په امر له سیاست څخه د هغه د لرې ساتلو لپاره شوي خو پوځ دا تورونه ردوي، او وايي که د نهمې مې مجرمانو ته عدالتونو سزاګانې ورکړې وې نو د 26م نومبر پېښه به نه کېده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG