د بنو جانيخېلو او خيبر ضلعې د تيرا سيمې خلکو ويلي دوی دې خبرې منلو ته تيار نه دي چې هلته دې بيا د ترهګرۍ د مخنيوي په نوم عمليات پېل شي
د خيبر پښتونخوا د بنو جانيخېلو او خيبر ضلعې د تيرا سيمې خلکو د حکومت له خوا په يادو سيمو کې ممکنه پوځي عملياتو د پېل کېدو په اړه ويلي دوی کله هم دې خبرې منلو ته تيار نه دي چې هلته دې بيا د ترهګرۍ د مخنيوي په نوم عمليات پېل شي . سياست پوهان وايي د پښتونخوا ځمکه تل د پردي جنګونو د پاره کارول شوې او امن په کې نه دی په ځای کړی شوی . نور جزيات فريد شينواری په رپورټ کې :