لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنسټي انټرنيشنل په پاکستان ټينګار کړی، د افغان کډوالو ځورول او نيول دې بند کړي


د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنيشنل په پاکستان ټينګار کړی چې د افغان کډوالو ځورولو او د دوی د نيولو لړۍ دې ودروي.

د اېمنسټي انټرنيشنل د جنوبي اسيا مرستيال مشر بابو رام پنت د افغان کډوالو د نيولو په سر په پاکستان نيوکې کړي دي.

نوموړي ویلي، " د پاکستان حکومت پرله پسې داسې ګامونه پورته کوي چې افغان کډوالو ته مشکل حالت جوړ کړي، او د دغو اقداماتو په وجه په تيرو 15 مياشتو کې د زرګونو په شمېره کې افغانان بيرته ستانه شوي دي".

اېمنسټي انټرنيشنل په داسې وخت کې دغه بيان جاري کړی دی چې په شپږمه جنورۍ، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په اسلام اباد کې سفارتخانې وويلي وو، په وروستيو کې په اسلام اباد کې د 800 پورې افغانان نيول شوي او ژوره اندېښنه یې پرې څرګنده کړې وه.

سفارتخانې دعوه کړې وه قانوني اسناد [پي او ار او اې سي سي کارډ] لرونکي افغانان هم نيول شوي وو.

د پاکستان حکومت او اسلام اباد پوليسو د افغانانو نيولو په اړه سمدستي څه نه دي ویلي، خو په اوومه جنورۍ بيا مرستيال کميشنر يو بيان کې سپيناوی کړی وو چې روان کال یې 183 غېر قانونه غېر ملکيان د ملک څخه ويستي دي.

مرستيال کميشنر ویلي وو، افغان وګړي چې په اسلام اباد کې اوسي او هر ډول قانوني اسناد لري هغوی نه لېږل کيږي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د يو پوليس چارواکي له قوله ويلي وو، د 1000 پورې افغانان د شک په بنياد نیول شوي وو، او د 100 نه سېوا بیا بيرته لېږل شوي وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار هم وي او اې ډیوه ته د افغانانو د نيولو او د پاکستاني چارواکو سره یې په دغه موضوع د خبرو کولو ويلي وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د 26م نومبر د احتجاج وروسته ویلي وو، د 31م دسمبر وروسته به د اسلام اباد حدودو کې افغان وګړي نه اوسي او که پاتې کيږي د مرستيال کميشنر نه به اجازت نامه اخلي.

د طالبانو سفارتخانې ويلي وو، "137 داسې افغانان ايستل شوي یا شړل شوي چې د ويزو موده یې ختمه شوې خو هغوی د دغه مودې سېوا کولو دپاره خواستونه کړي وو او د يو اېن اېچ سي ار او شارپ سره رجسټرډ وو، الميه ده چې کورنۍ چې پکې ښځې او ماشومان شامل دي د يو بل څخه جدا شوي، او ځينې پاکستان کې ګېر دي".

پاکستان کې تېر نګران حکومت د کال 2023م د اکتوبر د 31مې نېټې پورې غېر قانونه غېر ملکيانو ته د وتلو اعلان کړی، او د لومړي نومبر څخه د افغان کډوالو ويستلو لړۍ پېل شوې ‏وه.‏‎

ملګرو ملتونو، نړیوالو ادارو، افغانستان کې واکمنو طالبانو او پاکستان کې پښتنو سياسي او مذهبي ګوندونو د پاکستان نه د دغه پرېکړې بيرته اخستو ‏غوښتنه کړې وه، خو پاکستان ویلي وو د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو پرېکړه يواځې د افغان کډوالو دپاره نه ده د ټولو غېر قانونه غېر ملکيانو دپاره ‏ده.‏

طالبانو بيا وخت په وخت ویلي، د پاکستاني چارواکو سره یې د کډوالو په موضوع خبرې شوي دي.

تېر د دسمبر د میاشتې په 27مه نېټه د پاکستان د پوځ ویاند لفټننټ جنرل احمد شريف چودري مطبوعاتي غونډه کې ویلي وو، د ستمبر 2023م نه تراوسه پورې 815000 پورې افغان کډوال بيرته تللي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

د انفلوانزا خطرې - وېکسین څومره اهم دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG