لاس رسیدونکی لینک

 
د اېف بي آی مشرۍ ته نومل شوی کاش پټېل وایي، هغه د "دښمنانو فهرست" نلري او د انتقام په لټه کې ندی
تازه خبر

د اېف بي آی مشرۍ ته نومل شوی کاش پټېل وایي، هغه د "دښمنانو فهرست" نلري او د انتقام په لټه کې ندی


د امریکا د فډرل تحقیقاتي ادارې – اېف بي آی – د مشرۍ عهدې ته د صدر ډونالډ ټرمپ لخوا نومل شوی تن، کاش پټېل د زیارت/پنجشنبې په ورځ سنېټ کې د اورېدنې پر مهال، د ژورې بدګومانۍ لرونکو ډېموکرېټانو ته ټینګار وکړ چې هغه سره څه "د دښمنانو لېست" نشته او د هغه د مشرۍ لاندې اېف بي آی اداره به د صدر د دښمنانو خلاف د څه انتقامي کاروایي هڅه نه کوي او د سیاسي مخالفینو په ضد به تحقیقات نه پیلوي.

پټېل د سنېټ د عدلیې کمیټې په اورېدنه کې وویل: "که چېرته مې تقرري تصدیق شوه، زه هېڅ دلچسپي نلرم او نه هم دا خواهش لرم او نه به یې ولرم چې شا ته ولاړ شم. په اېف بي آی کې به سیاستونه چلول نه وي. د اېف بي آی له اړخه به انتقامي کاروایۍ نه وي."

پټېل دا اطمینان د هغو څرګندونو په جواب کې ورکړ چې د زیارت په ورځ د سنېټ په اورېدنه کې ډېموکراټانو پرله پسې لفظي ګوزارونه وکړل او د هغه د پخوانیو اشتعال انګیزه بیاناتو یادونه یې ورته وکړه.

هغو ویل چې دغه بیانات، صدر ټرمپ ته د پټېل د وفادارۍ په اړه د پرېشانۍ وړ پوښتنې راپورته کوي، د مثال په طور چې نوموړي د جنوري د شپږمې نېټې د پېښو بلواګران، "سیاسي قیدیان" بللي و او همدا شان یې له حکومت او خبري مېډیا څخه د ټرمپ ضد "سازشگرانو" د صافکارۍ خبره کړې وه.

د روډآئیلېنډ یو ډېموکرېټ سنېټر، شېلډن وایټهاوس وویل: "نن د دغه نومل شوي تن شاوخوا چې څه ظاهري پرده اچول کیږي، او د هغه څه ترمنځ چې دغه کس په خپل حقیقي ژوند کې ویلي او کړي دي، یو ناقابل تصور فرق موجود دی."

د میني سوټا ایالت سره تعلق لرونکې یوه بلې سنېټرې، اېمي کلوباچر وروسته وویل: "دا پخپله د ده خبرې دي. دا څه سازش ندی. دا هغه څه دي چې ښاغلي پټېل په حقیقت کې پخپله ویلي دي."

deewa
deewa

پټېل د ځان نه دفاع کوله او ټینګار یې کولو چې ډېموکرېټان د هغه تبصرې او په سوشل مېډیا باندې بیانات "په عجیب سیاق و سباق" وړاندې کوي.

هغه وویل، دا چې نوموړی یو "د دښمنانو فهرست" لري – د هغه لخوا په ۲۰۲۳ کې لیکل شوی یو کتاب چې په کې د پخواني حکومت د چارواکو یو اوږد لست شامل دی او دعوه یې کړې چې د ډيپ سټېټ برخه ده – اوس پټېل وایي چې دا خبره "مکمله غلط فهمي" ده.

پټېل پخپلو خبرو کې وویل: " که زه د اېف بي آی د مشر په حیث منظور کړی شوم، نو یوازېنی شی چې اهم دی هغه د قانون د انفاذ نظام د وسلې په حیث نه استعمالېدل او سیاست نه یې لېرې ساتل دي چې مکمل د آئين کلکې تابعدارۍ او د انصاف یو واحد معیار ته یې غاړه اېښودلي وي."

ټرمپ پس د هغه چې د انتخاباتو ګټونکی اعلان شو، په نوامبر میاشت کې یې د اېف بي آی څوکۍ ته پټېل ونومولو. تر دې وړاندې د اېف بي آی مشر کرېسټفر رې و چې څه باندې اووه کاله یې د دې اداري مشري وکړه.

پټېل پخوا د امریکا د کانګرس په اېوان نمایندګان کې د استخباراتي کميټې یو مامور پاته شوی او همدا راز د صدر ټرمپ په اول دور کې د فډرل انتظامیې سرکاري وکیل و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه پروګرام – افغانستان کې د مېندو او ماشومانو حالت
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG