لاس رسیدونکی لینک

 
ټرمپ د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځلو د پلان او د مجسمو ورانوونکو د سزا امر وکړ
تازه خبر

ټرمپ د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځلو د پلان او د مجسمو ورانوونکو د سزا امر وکړ


د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ په دې منصوبه بندۍ لګیا دی چې د امریکا د خپلواکۍ ۲۵۰مه کلیزه ولمانځي، او یو نوی د مجسمو قامي باغ جوړ کړي. هغه دا پلان هم لري هغه کسان چې مخکې یې د امریکا موجوده مجسمې او یادګاري څلي وران کړي و، هغو ته سخته سزا ورکړی شي.

ټرمپ د شورو/چهارشنبې په ورځ یو صدارتي حکم جاري کړ چې ترمخه یې د وایټ هاوس یوه کاري ډله یا ټسک فورس به جوړ شي کوم چې د هغه په وینا، "د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې د شان مطابق لوی جشن" به وي، کوم چې د ۲۰۲۶ کال د جولائی په ۴مه به لمانځلی کیږي.

د دې ټسک فورس مشري به پخپله د صدر ټرمپ په غاړه وي، او همدا شان د انتظامیې ګڼ شمېر جګپوړي چارواکي هم په کې شامل دي چې هغو کې د کابینې غړي هم شته.

په دې حکم کې د ټرمپ هغه پلانونه هم تازه شوي چې "د امریکایي اتلانو قامي باغ" جوړ کړی شي او په کې د امریکا د دوه سوه و پنځوسو (۲۵۰) تاریخي شخصیتونو مجسمې کېښودل شي.

صدر ټرمپ تر دې وړاندې په کال ۲۰۲۰ کې چې د آزادۍ ورځ یې د ساوټ ډکوټا ریاست په ماونټ راشمور کې لمانځله، په خپل تقریر کې دغه پلانونه اعلان کړي و.

deewa
deewa

هغه وخت یې پلان دا و چې د امریکا د لسهاوو تاریخي شخصیتونو، په شمول د صدرانو، سپورټمېنانو او د پاپ کلچر مشهورو کسانو مسجمې جوړې کړی شي. ټرمپ پخپله د هغو کسانو لېست جوړ کړی کوم چې مجسمې به یې جوړیږي، په هغو کې ډېوي کروکېټ، بېلي ګراهام، ویټني هیوسټن، هېریټ ټبمن، او انټونین سکالیا هم شامل دي. د دغو مجسمو د کېښودلو دپاره هغه وخت څه ځای ونه ټاکل شو، او کانګرس هم د داسې باغ دپاره څه فنډ یا پېسې منظورې نکړې. کله چې جو بایډن صدر شو، نو هغه ټسک فورس یا کاري ډله یې لغوه کړله. څو چې ټرمپ بېرته اوس په دې اړه حکم جاري کړ او پلانونه یې بېرته تازه کړل.

پس د هغه چې امریکا کې د جورج فلویډ په نوم یو تورپوستکی ووژل شو او نتیجه کې یې مظاهرې وشوې، نو هغه وخت ځینو قهرجنو مظاهره کوونکو د کنفډرېشن د مشرانو او د غلامانو د اربابانو ځیني مجسمې ورانې کړلې. د هغه نه پس قدامت پسندانو د دې ګام په وړاندې عکس العمل وښود.

د وایټ هاوس په هغه دستاوېز کې چې د لاسلیک کېدو نه وړاندې اې پي خبري ادارې ته رسېدلی و، راغلي دي چې: "پس د هغه چې د امریکاییانو په لسهاوو یادګاري بناګانې، په شمول د هغو چې د صدرانو او د اولس د باباګانو دپاره جوړ شوي و، راوغورځول شول یا تباه کړی شول او بیا هېڅکله مرمت نشول، دغه قامي باغ به د امریکایي اتلولۍ قدرداني وکړي."

په ۲۰۲۰ کال کې صدر ټرمپ یو حکم جاري کړی و چې مقصد یې د ورانۍ او زیان رسولو نه د یادګاري بناګانو او مجسمو تحفظ و. بایډن چې راغی، نو هغه حکم یې منسوخه کړ. صدر ټرمپ اوس پخپل دویم دور کې د صدارت، د حکم په امضا کولو سره، بېرته هغه پلانونه راژوندي کړل.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه پروګرام – افغانستان کې د مېندو او ماشومانو حالت
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG