لاس رسیدونکی لینک

 
سېف: په پوله پرتو قبايلي قومونو ترمنځ به مذاکرات کيږي، "خوارج سره به نه کيږي"
تازه خبر

سېف: په پوله پرتو قبايلي قومونو ترمنځ به مذاکرات کيږي، "خوارج سره به نه کيږي"


د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند افغانستان مذاکراتو په اړه ويلي، "د مرکزي حکومت د منظورۍ وروسته به پلاوی يا وفد افغانستان ته لېږي، مقصد یې قبايلي ضلعو کې امن په ځای کول دي، مذاکرات به د قبايلي قومونو ترمنځ وي، د خوارج سره هیڅ مذاکرات نه شي کېدی".

دا لومړی ځل نه دی چې خېبرپښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومت افغانستان سره د مذاکراتو خبره کوي، له دې وړاندې هم د طالبانو سره خبرو دپاره د صوبې نه حکومتي او قبايلي مشرانو پلاوي کابل ته تللي خو هغه تګ راتګ او خبرو کومه نتيجه نه وه ورکړې.

بېرسټر سېف ويلي، "د افغانستان د حالاتو نېغ اثر په خېبرپښتونخوا او ځانګړي ډول قبايلي ضلعو پرېوځي. افغانستان سره 2,650 کلوميټره اوږده پوله ده، دواړو خواو ته یې پښتانه قبايل اباد دي، قبايلي ضلعو ته د امنيت مسله ورپېښه ده، حل کول یې د خېبرپښتونخوا حکومت زمه واري ده".

هغه ويلي، "د خېبرپښتونخوا حکومت په سفارتي اړيکو او قانوني پېچلتياو پوی دی، د خېبر پښتونخوا حکومت په دې حواله مذاکراتو دپاره ټي او آرز (TORs) تیاروي او مرکزي حکومت ته به یې د منظورۍ دپاره لېږي، د مرکزي حکومت د منظورۍ وروسته به افغانستان ته وفد لېږلی شي، په وفد کې به قبايلي، مذهبي او سياسي مشران شامل وي".

د سېف په خبره، "د وفد لېږلو مقصد د قبايلي ضلعو ترڅنګ په خېبرپښتونخوا کې امن په ځای کول دي، مذاکرات به د دواړو خواو قبايلي قومونو ترمنځ کيږي، د خوارج سره به هيڅ مذاکرات نه کيږي، دا مذاکرات به د ناامنۍ مخنيوي ته بنياد کېږدي".

د پاکستان حکومت او پوځ تحريک طالبان پاکستان د خوارج په نوم يادوي.

بېرسټر سېف افغانستان سره د مذاکراتو خبره په داسې وخت کې کړې چې د خېبرپښتونخوا په قبايلي او ځانګړي ډول جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او ورسره د پاکستان پوځ د استخباراتو په بنياد د عملياتو او وسله والو وژلو دعوې هم کوي.

د پاکستان مرکزي حکومت د افغانستان سره د خېبرپښتونخوا د حکومت د مذاکراتو په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

په 20مه جنورۍ د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ويلي وو، افغانستان سره د شخړو هوارولو دپاره به راتلونکو دوو اونیو کې د صوبايي حکومت یو پلاوی ګاونډي هيواد واستوي، او د دواړو هېوادونو ترمنځه د مسلو حل لارې به ولټوي.

ګنډاپور له دې وړاندې د تېر کال دسمبر په مياشت کې ويلي وو، مرکزي حکومت ورته ويلي چې د افغانستان سره خبرې وکړي او له دغې وړاندې، نوموړي د ستمبر په مياشت کې ويلي وو، د صوبې په حېث افغانستان ته پلاوی لېږي.

د ګنډاپور لومړي بيان ته په غبرګون کې د دفاع وزير خواجه اصف ويلي وو، د خېبرپښتونخوا صوبې د افغانستان سره د مذاکراتو خبره په "فېډرېش، مرکز باندې نېغه حمله ده".

د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د جنورۍ په 13 مه پېښور کې د سياسي ګوندونو مشرانو سره ملاقات کې ويلي وو، د تحريک طالبان پاکستان په افغانستان کې موجودګي او د پولې بل اړخ نه پاکستان کې بريدونه د افغانستان سره د کړکيچ يوازځينی علت دی.

د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

مخکيني مذاکرات

په مرکز او خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) په حکومت کې د هغه وخت د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد (څوک چې دا وخت د پوځ سره په بند کې دی) په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل کړل شوي وو.

پاکستان ويلي وو، افغانستان کې د واکمنو طالبانو په مينځګړيتوب یې د ټي ټي پي سره مذاکرات کول او طالبانو هم منلې وه، د ټي ټي پي سره یې د پاکستان مذاکراتو ته زمينه برابره کړې وه.

د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې بیا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.‏

له دغې وروسته په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا، قبايلي او جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې ډېرې سېوا شوي دي.

د کال 2023 د فرورۍ په 22مه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ کې د پاکستان د استخباراتي ادارې مخکيني مشر لفټننټ جنرل نديم انجم په ګډون يو حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی وو.

او په افغانستان کې یې د طالب چارواکو سره په ليدنه کې د ترهګرۍ مخ په زیاتیدونکي ګواښ او په ځانګړې ډول د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه پروګرام – افغانستان کې د مېندو او ماشومانو حالت
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG