لاس رسیدونکی لینک

 
فعال وايي، پاکستان کې اوس سیاسي فعال هم په زوره بې درکه کول کيږي
تازه خبر

فعال وايي، پاکستان کې اوس سیاسي فعال هم په زوره بې درکه کول کيږي


پاکستان کې په زوره د بې درکه کسانو د قضيو د پلټنو دپاره جوړ حکومتي کمېشن ويلي، د روان کال 2025 په لومړۍ مياشت جنورۍ کې کمېشن ته د جبري لا درکيو نور 26 کېسونه رپورټ شوي دي.

د کمېشن د شمېرو ترمخه په دې کې تر ټولو زیات اته، اته کسان د خېبرپښتونخوا او پنجاب نه او په دوېم نمبر شپږ کسان د بلوچستان څخه رپورټ شوي دي.

د بې درکه کسانو د حقونو فعال وايي د خلکو د بې درکه کولو لړۍ اوس تر سياسي حقونو د فعالو ورکولو پورې غځېدلې ده.

په پاکستان کې د بې درکه کسانو د پلټنې حکومتي کمېشن دا تازه شمېرې په داسې حال کې جاري کړي چې په جبري توګه د لا درکه تنانو د حقونو غېر دولتي ډلې او کارپوهان د ياد کمېشن په کارکردګۍ نيوکې کوي او وايي کمېشن په دې ښودلو کې پاتې راغلې چې دا کسان څوک او ولې پورته کوي.

د ډېفنس اف هيومن راېټس نومې تنظیم مشره امنه مسعود جنجوعه وايي، "مونږ په زرګونو ځله عدالتونو ته ويلي چې مونږ له دا کمېشن نه دی پکار، دا اوس فعال نه دی او دا يو پوسټ افس جوړ شوی دی، د دې په شمېرو هم مونږ باور نه کوو ځکه چې دا کمېشن يوازې شمېرې جاري کوي او دا خپله کاميابي ګرځوي خو دا کاميابي نه ده".

د جبري لا درکيو د پېښو د کتو دپاره جوړ حکومتي کمېشن د کال 2025 جنورۍ په جارى کړي رپورټ کې ويلي، تېره میاشت د 94 لا درکه کسانو درک لګول شوی، په کومو کې چې 89 بې درکه کسان خپلو کورونو ته بېرته ستانه شوي دي خو کمېشن دا نه ده په ډاګه کړې چې دا کسان چا او ولې لا درکه کړى وو.

د کمېشن تر مخه دوه کسان په جېلونو او دوه نور د پوځ په حراستي مرکزونو کې موندل شوي او د يو بې درکه تن مړی موندل شوی دی.

د بلوڅانو د يو والې کمېټۍ (بلوچ يکجهتي کمېټۍ) مشرې ماه رنګ بلوچ د جنورۍ په 25 دالبندين کې يوې جلسې ته په وېنا کې تور پورې کړی وو، هغه کسان چې د بلوچستان په قدرتي شتمنو د مقامي خلکو د واک او د بلوڅانو د حقونو د خوندیتوب لپاره غږ پورته کوي، امنیتي او استخباراتي ادارې يې په جبري توګه ورکوي او يا یې وژني.

څيړونکی عبدالهادي مايار وايي، "د افوس خبره دا ده چې نه يوازې د ترهګرو ډلو وسله وال غيبولی شي بلکې سياسي مبارزين هم اوچت کړل شي او بيا يې هېڅ پته وه نه لګي چې چرته لاړل ژوندي دي که مړه".

پاکستان کې د کلونو راهیسې خلک ورکيږي چې زياتره يې بلوڅان او پښتانه دي، د بشري حقونو فعال او غورځنګونه د پاکستان امنيتي او استخباراتي ادارې د خلکو په ورکولو تورنوي، خو پوځ په پراخه کچ د خلکو د تري تم کولو تورونه ناسم بولي.

د وايس فار بلوچ مسنګ پرسنز تنظیم چېرمېن نصرالله بلوڅ وايي، "د کمېشن پر وړاندې ثابته شوه چې چي د هېواد طاقتوره ادارې په جبري لا درکيو کې ککړې دي خو په دې تيرو څوارلسو کلونو کې کمېشن په دې لړ کې کوم اقدام نه دی کړی او د دې لکبله د لا درکه تنانو خپل خپلوان د کمېشن څخه مايوسه شوي دي".

د پاکستان حکومت وايي په زوره د لادرکيو د مسلې هواري ته ژمن دی او د دې هیواد د قانون وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ د 2024 کال په اپریل کې ويلي وو، په زوره د ورکو شويو کسانو مسله ډېره پېچلې ده، په ورځ يوه کې نه شي هوارېدې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG