اسلام اباد کې د اقليمي بدلون په اړه راجوړ شوي يو نړيوال کانفرنس ته په ويناګانو کې ماهرينو اندېښنه ښودلې که په حکومتي ، شخصي، او د ټولنې په کچه د اقلیمي بدلون د بدو اغېزو د مخنیوي د پاره ګامونه وانه خیستل شي نو ماحولياتي بدلون به ډېره لويه بربادي جوړه کړي.
ماهرینو ټينګار کړی چې ټول سياسي ګوندونه باید د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره يوه لوظنامه لاس ليک کړي.
کانفرنس ته پخپلو وینا ګانو کې ماهرينو وويل د اقليمي بدلون له وجې په پاکستان کی روانې وچکالۍ د کرکيلې څانکه تر ټولو زياته اغيزمنه کړې ده او د تودوخې کچه هم خطرناک حد ته په لوړېدو ده.
د پاکستان د موسمياتو محکمې په روان کال کې د 40 في صدي کمو بارانونو خبرداری ورکړی دی.
ماهرينو د COP23 د رپورټ حواله ورکړه چې وایي پاکستان د اقلیمي بدلون په اړه اتم تر ټولو زیان موندونکی هیواد دی.
هغوي وویل "دا کانفرنس مونږ له د یو څه کولو لپاره د ویښېدو غږ دی،" او زیاته یې کړه چې د دې ننګونې سره مقابلې کولو له لا ډیر څه کول پاتې دي.
اقتصاد او د اقليمي بدلون کار پوهه ډاکټر خالد ولید وي او اې ډيوه ته وایي، که نن هم پاکستان د ماحولياتی بدلون ستونزې ته پاملرنه ونه کړه نو زمونړ راتلونکي نسلونه به په مشکل کی وی.
هغه وویل موسمي بدلون يو مستقل ګواښ دی اؤ که دا موضوع په تعليمی نصاب، د سياسي ګوندونو په منشورونو کی شامل نه کړل شو ، سياسی يوووالی رانه وستل شو او ميډيا کي ورته ارزښت ور نه کړل شو نو دا مسله به په راتلونکې کې یو کړکیچن شکل اختیار کړي.
ماهرين وايي دا خبره په ډاګه ده چې پاکستان د اوبو د کمي اړخ ته په تندۍ سره روان دې او که چرې دلته اوبه کميږي نو د دې ژور اثر به د پاکستان دننه د خوراک په تځفظ کيږيي او د دې امکانات ډير سنګين دي او سملاسې توجه غواري۔
د کال ۲۰۲۲م د اګست په میاشت کې د طوفاني بارانونو له کبله د پاکستان زرعي څانګې ته سخت زيانونه رسيدلي وو او حکومتي شميرې ښيي چې د سيلاب له کبله درویشت میلیونه خلک هم متاثره شوې دي او اقتصاد ته يې د درویشت بلينه ډالر نقصان اړولی دی.
د ماحولياتي چارو خبريال علي جابر وي او اې ډيوه سره خبرو کې وویل" څنګه چې ماهرينو هم ذکر وکړو, د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره د حکومت،شخصي څانګې،کاروبارکونکو ،ميډيا او د ټولنې په کچه د ګډو هڅو،د ګډ مسؤلیت او د ګډې پالیسۍ ضرورت دی"
د ځېنو کارپوهانو وينا وه "که حکومت دي سنګينې مسلې ته پاملرنه ونه کړه، نو پاکستان به تر ۲۰۵۰م پورې د خپل ټولټال مجموعي پيدوار يا جي ډي پي د ۱۸ نه ۲۰ سلنه له لاسه ورکړی وي"
د پاکستان د منصوبه بندۍ وزیر احسن اقبال کانفزنس ته پخپله وينا کی وويل،پاکستان په هغو لسو هيوادونو کی شامل دی چې د ماحول په خچنوالي کې یې یوازې يو في صدي برخه ده خو تر ټولو زياتو اغيزمنو هيوادونو کی شامل دی .
نوموړي وړاندیز وکړو چې ملګري ملتونه دې د چاپيريال خچنونکو هيوادونو نه د نړیوال چاپیریال د مالیې یوه ډول بڼه جوړه کړي، او له دې مالیې څخه ترلاسه کېدونکې پیسې باید د اقلیمي بدلون د چیلنجونو د مقابلې لپاره د فنډ په توګه وکارول شي۰
کاروباری مشرانو او حکومتي استازو په دې موقعه د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره د حکومت، شخصي څانګې او د ټولنې په کچه د ګډو هڅو،د ګډ مسؤلیت او د ګډې پالیسۍ په ضرورت ټينګار وکړو.
په پاکستان د اقلیمي بدلون اغېزې
پاکستان د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ دی اؤ څېړونکي وایي چې په دې هیواد کې د ګلیشیرونو یا د واورینو ګټانو چټک وېلي کېدو، د بارانونو کمي، او د سیندونو وچېدو، د اوبو بحران ته لاره هواره کړې ده.
په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون له امله د پاکستان ځینې سیمې د ۵۰ درجې سینټي ګرېډ نه زیاتې ګرمې شوي، چې د انسانانو او حیواناتو لپاره وژونکې تمامېږي اؤ د دې له امله د کارګرانو، خصوصاً د کروندګرو ژوند سخت اغېزمن شوی.
د کرنې او خوراکي امنیت بحران
د هوا بدلون د سیلابونو اؤ وچکالۍ سوب جوړیږي، او غیر متوقع بارانونه، د کرنیزو حاصلاتو کچه راټيټوي.
کار پوهان اؤ څېړنیز رپورټونه وایي په دې وروستیو کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې د غنمو، وريجو، او ګني حاصلات کم شوي، چې له امله یې د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي دي.
پاکستان د نړۍ دویم زیات ګلیشیر لرونکی هېواد دی، خو دا ګلیشیرونه د تودوخې له امله په چټکتیا سره وېلېږي.
د پاکستان ښارونه، لکه لاهور او کراچۍ، د نړۍ د تر ټولو ککړو ښارونو په نوملړ کې شامل دي.
Forum